لوبې

سبا د آی پي ایل لپاره بولي ترسره کېږي؛ اته افغان لوبغاړي به هم ورته وړاندې شي

سبا د دسمبر په ۲۳مه نېټه د ۲۰۲۳ کال آی پي ایل سیالیو لپاره د بولۍ مراسم ترسره کیږي، چې ټولټال به ۴۰۵ لوبغاړي بولۍ ته وړاندې شي، چې اته افغان لوبغاړي هم پکې شامل دي.

د هند پریمیر لیګ

د هند پریمیر لیګ را روان فصل لپاره ټولټال تر نهه سوه پورته لوبغاړو نوملیکنه کړې وه، چې له هغې ډلې د لس واړه لوبډلو لخوا د بولۍ لپاره ټولټال ۳۶۹ لوبغاړي شارټ لیست شول، خو د ځینو اړخونو لخوا نور ۳۶ لوبغاړي هم نور اضافه شول او ټولټال ۴۰۵ لوبغاړي شول.

نور یی ولوله | کابل کې د ښځو لپاره دایمي بازار پرانیستل شو

نور یی ولوله | هغه شپږ ډوله خوراکي توکي چې ژر نه هضمېږي؛ دا توکي د شپې لخوا مه خورئ

د ۴۰۵ لوبغاړو په منځ کې ۲۷۳ هندي او ۱۳۲ بهرني لوبغاړي دي، چې په دې ډله کې اته لوبغاړي نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، مجیب الرحمن، قیس احمد، نوین الحق، اظهارالحق نوید، کریم جنت او الله محمد هم ورته شارټ لیست شوي. یادولو وړ ده چې راشد خان او نور احمد لکڼوال چې د هند پریمیر لیګ په تېر پړاو کې د اتلې لوبډلې ګجرات ټایټنس لوبډلې برخه وو، دا ځل بیا له همدې لوبډلې سره پاتې شوي دي او راتلونکي فصل کې به هم ورسره وي.

ا فضل الحق فاروقي

بله خوا فضل الحق فاروقي چې تېر فصل کې له سنرایزر حیدراباد لوبډلې سره و او په درې لوبو کې برخه اخیستې وه، دا ځل بیا له دغې لوبډلې سره پاتې شوی، خو له محمد نبي سره کلکته نایټ رایډرز لوبډلې په داسې حال کې مخه ښه وکړه، چې په تېر پړاو کې یې یوه لوبه هم ونه کړه.

خو رحمن الله ګربز چې د ګجرات ټایټنس لوبډلې سره و، له دې لوبډلې بېل شوی او کلته نایټ رایډرز لوبډلې سره یوځای شوی او سږ کال به د دغه لوبډلې لپاره استازیتوب وکړي

 

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button