نړیوال خبرونه

سبا قطر کې خپلمنځي مزاکرات پیلیږي

سبا قطر کې خپلمنځي مزاکرات پیلیږي تېره ورځ د افغان دولت او طالبانو لخوا په خپرو شویو بیانیه کې منل شوي او دواړو ويلي چې دويي چمتودي چې مزاکرات پیل کړي د دواړو خواو ویل شوي چې سبا د سپټمبر په ۱۲ نېټه د افغان دولت او طالب مرکچي پلاوي تر مابین د سولي خپلمنځي مذاکرات شروع کیږي.

د دغه دلې د سياسي دفتر څخه په خپره شوي بیانیه کې وويل شوي چې د افغانستان اسلامي او سر له سبا ۲۰۲۰ کال د سټمبر پر ۱۲ د خپلمنڅي مذاکراتو لپاره تیار دي.یاده اعلاميه کې وړاندي ويل شوي چې طالب مشران د سولي خپلمنځي خبري اتري په دې موخه پيلوي چې په افغانستان کې بشپړ اسلامي نظام قایم شي. بلخوا بيا افغان دولت هم اعلان کړی چې د سولي مرکچي پلاوی يې د قطر پلازميني دوحي ته رسيدلی او د بين الاافغاني مذارکراتو ته پوره تیارۍ لري.

دمصالحې عالي شورا له خوا په خپره شوي ابیانیه کې هم ويل شوي چې د افعان دولت مرکچي پلاوی به له طالب چارواکو سره په اول سر کې په سولې د اوربند په حقله خبري وکړي تر څو په افغانستان کې د روانې ۱۹ کلنې جکړه ختمه شي. او پایداره سوله قایمه شي. ځکه افغانان له جنګونو څخه تنګ دي او نور نه غواړي چې ملک کې ېې جګړه وي.

د مصالحې عالي شورا په اعلاميه کې په شمار وار ډول د څو شيانو يادونو شوي چې د اعلاميې پر خبره دا څو شيان به تل پاتي وي او د سولې له راتګ سره به نه زيانميږي.۲: د ښې حکومتدارۍ رامنځته کيدل۳: د عدالت تامين۴:بشري حقوقو ته درناوی۵: د بيان ازادۍ ساتنه ۶: معلوماتو ته لاس رسی۷:مدنې ټولنې۸: د د دواړو غاړو د جکړي د قربانيانو حقوقو غوندي کول۹:د ښځو حقوقو۱۰: د ماشومانو او ځونانو حقوقو۱۱:په افغانستان کې د شته اقليتونو حقوق

هېره دې نهوي چې تازه د مصالحې عالي شورا ریس عبدالله عبدالله او د سولي په چارو کې د افغان حکمت وزير سيد منصور نادري هم د قطر هيواد دوحې ته رسيدلي دي.بل تازه د امريکا ولسمشر د طالبانو له خوا سبا ته د بين الافغاني خبرو پيل د اعلان هر کلی کړی او د ټويټر پاڼه کې ذکر کړي دي.چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو ته يې امر کړی چې دخپلمنڅي خبرو د څارو.په موخه د قطر دوحي ته لاړ شي.

خپلمنځي خبرو د پيل او اروبند خبري په داسي حال کې ګرميږي چې په افعانانستان کې د دواړو.لوريو ترمنځ سخته جکړه روانه ده هره ورځ په سلګونو افغانان شهيد اوزخمیان کيږي.نو اوسمهال باید دواړه لورې داسې یو پلان جوړ کړي چې له امله ېې په افغانستان کې اوربندي وشي. او افغانان نور په ځان بسیا هېواد ولري.

د بازې سیاسي شنونکو په خبره باید سوله د شخصي ګټو ښکار نشي او افغانستان کې باثباته سوله راشي داسې یو مېکانیزم باید وکارول شي چې دواړه لورې با ثباته سولې ته ورسیږي د دويي په وینا باید دواړه خواوې سولې لپاره قرباني ورکړي اود بل هر څه نه سولې ته زیات ارزٌښت ورکړي تر څو افغانستان کې سوله قایمه شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button