سیمه

سراج الحق پاکستان کې د بریدونو ضد د ملا هیبت الله فتوا ستایلي ده

پاکستان کې وروستیو بریدونو زور اخیستی او ملا هیبت دغه بیدونه ناروا بللي دي

د پاکستان د جماعت اسلامي ډلې مشر سراج الحق وايي په پاکستان کې د ترهګرۍ پر ضد “د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده فتوی له حده ډېر د ستاینې وړ ګام دی.”

هغه دا هم ویلي چې په افغانستان کې د امنیت لپاره اړینه ده چې پاکستان کې امن وي.

سراج الحق د دې تر څنګ پخپل ټوېټر پاڼه لیکلي “د سیمې پرمختګ او خوشحالي د دواړو هېوادونو له امنیت سره تړلي او دښمن نه غواړي چې دا دواړه هېوادونه له یوه بل سره نږدې پاتې شي.”

نوموړي زیاته کړې چې د کابل او اسلام اباد تر منځ د ورورولۍ اړیکې به د راتلونکو نسلونو د ښېګڼې او په سیمه کې د غوړېدلي سوداګرۍ سبب شي.

طالبانو دغه فتوا په رسمي ډول نه ده خپره کړې

خو تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمي ډول د داسې کومې فتوی په اړه څه نه دي ویلي.

نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کړې چې اوونۍ وړاندې د طالبانو د حکومت د دفاع چارسمبالي وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد اعلان وکړ چې که څوک له افغانستانه بهر د جهاد په نیت ځي، جنګ یې جهاد نه دی.

نوموړي په یوه وینا کې چې د طالبانو تر واک لاندې ملي تلویزیون یې ځینې برخې خپرې کړي ویلي ‌ “اوس خو د امیر امر دی. اطاعت یې واجب، فرض او لازم دی. که څوک له افغانستانه بهر د جهاد په نیت ځي، دغه جهاد یې جهاد نه بلل کېږي.”

د جهاد پر مقصد ځان پوهول ضروري دي

هغه خپلو پوځيانو او د دوی مشرانو ته دې وینا کې ویلي، چې هم پخپله او هم خپل ملګري پر جهاد، د جهاد پر مقصد او د نظام پر اهمیت پوه کړي او دا چې د خپلو غوښتنو او “خواهشاتو په وجه باید ستونزې او مشکلات جوړ” نه کړي.

نور ولولئ: پاکستان کې ناامني؛ لوی درستیز یې وروستیو پېښو کې افغانان ښکېل وبلل

نوموړي ټینګار پر دې کړی چې اوس باید د ده په وینا “د پراخو قربانیو” پایله کې د لاس ته راغلې ثمرې یا رامنځته شوي نظام د ساتنې او ځواکمنتیا لپاره کار وشي.

د طالبانو دفاع وزیر دا څرګندونې داسې مهال کړې،‌ چې د پاکستان بېلابېل جګپوړي چارواکي په دغه هېواد کې د بریدونو او امنیتي پېښو له ډېرېدو سره تور لګوي، چې ګوندې دغه بریدونه په افغانستان کې پلانېږي او دا چې بریدګر هم د افغانستان له خاورې ور اوړي.

د افغانستان لخوا له دغې دریځ سره هم مهاله د پاکستان بېلابېلو سیاسي، نظامي او ان اسلامپالو مشرانو بیا د افغان خوا ضد څرګندونې کړي او ان طالبان یې د دوحې تړون پر نه عملي کولو هم تورن کړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button