افغانستان

سراج حقاني وايي، د نجونو د زده‌کړو اختلافي مسئلې ته مناسب حل لټوي

سراج حقاني هرات ولایت ته په سفر کې ویلي چې د نجونو زده‌کړو د اختلافي مسئلې په اړه معقول حل ګوري

د هرات د خصوصي سکټور ځينې استازي وایي، چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو بند پاتې کېدل، له دې ولایته د پانګې د تېښتې لامل ګرځېدلي دي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په هرات ولایت کې په یوې غونډه کې ویلي هڅه کېږي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستو لپاره مناسبه حل لاره رامنځته شي.

دا ناسته هرات ولایت کې له مخورو سره شوې ده

ښاغلي حقاني په هغه لیدنه کې چې له دیني عالمانو، قومي مخورو او د خصوصي سکټور له استازو سره لرله زیاته کړې د دې سربېره چې خصوصي برخه په وروستیو دوو کلونو کې له ننګونو سره مخ وه؛ خو بیا هم د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي په برخه کې مهم رول لرلی دی.

سراج الدین په دغې غونډه کې وویل:«د دغې موضوع د حل لپاره په یوې معقولې حل لارې کار کېږي. یوه ستره ستونزه دا ده کله چې یوه مسئله اختلافي شي، نو د دې لپاره چې دغه اختلاف لوی نه شي، لږ وخت ته اړتیا ده.

ورته مهال د هرات د خصوصي سکټور ځينې استازي وایي، چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو بند پاتې کېدل، له دې ولایته د پانګې د تېښتې لامل ګرځېدلي دي.

نور ولولئ: نجونو ته د زده کړو د زمینې پر برابرولو د ملګرو ملتونو سازمان ټینګار وکړ

د دوی په خبره، ډېری کورنۍ د خپلو اولادونو د زده‌کړو او تحصیل په موخه ګاونډیو هېوادونو ته کډه کېږي.

له شرعي اصولو سره سم د ښوونځیو پرانیستل

د هرات د صنایعو او کانونو خونې مرستیال توریالی غوثي طلوع‌نیوز ته وايي:«په هغه شرایطو چې دولت په خپله پرېکړه کوي، له هماغه اسلامي شرایطو سره ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي چې پانګه له هېواده ونه‌تښتي.»

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عبدالله دشتي هم څرګندوي:«باید پر موږ روحي فشارونه را نه‌وړل شي. د ښار په څنډو کې زموږ ځوانان په څپېړه ونه‌وهل شي. مېرمنې چې په دولتي ادارو کې د ملګرو تر فشار لاندې باید را‌نه شي.»

نور ولولئ: ګوټرېش: اسلامي امارت دې ژر تر ژره د نجونو پر زده کړو محدودیت لرې کړي

د خصوصي سکټور استازو په دې لیدنه کې د کورنیو چارو وزارت له سرپرست د لا ښه امنیت د ټینګښت او د خصوصي سکټور لپاره د لا زیاتو آسانتیاوو د برابرولو غوښتنه وکړه.

سراج الدین حقاني د خصوصي سکټور ستونزو ته د رسېدو ډاډ ورکړ. په دې هکله یې وویل:«ستاسو ستونزې مو واورېدې. هغه ستونزې چې زما اړوند دي. هغې ته به فوق‌العاده پاملرنه وکړم.»

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button