لوبې خبرونه

سروردانش د نندارچیانو پرته د کرکټ لوبواجازه ورکړه

سرور دانش د نندارچیانو پرته د کرکټ لوبواجازه ورکړه د ریاست جمهوري دویم مرستیال سرور دانش چې د کرونا ویروس سره مبارزې کميټۍ مشري کوي د نندارچیانو پرته ېې دغه کمېټې کې د د کرکټ لوبو اجازه ورکړه

دکويډ۱۹ ناروغۍ د مخنیوي لپاره بېړنۍ کمېټې د کرکټ سیالیو د بیا پيل مشروطه اجازه ورکړه.دغه کمېټه، چې مشري یې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش کوي؛ ویلي چې کرکټ بورډ دې د کرکټ سیالۍ د نندارچیانو له حضور پرته په مشروط ډول پیل کړي،هغه په دغه کمېټه اړوندو مسولین ته هدایت وکړ چې داسې یو مېکانېزم سره دې د کرکټ لوبې پیل شي چې د کرونا ویروس خپرېدو امکان پکې نه وي

بلخوا د دانش د دفتر د خبرپاڼې کط ذکر کړي دي، د کمېټې غونډه کې د کرکټ بورډ استازي ویلي، چې کرکټ سیالۍ دې په خلاصه فضا کې وشي.هغه ویلي، چې په دغو سیالیو کې به ټولنیز واټن هم مراعتیږي او دوی د سیالیو د بیا پيل غوښتونکي دي.سرچینې ویلي، چې د ټلویزونونو او ټولنیزو رسنیو له لارې به د یادو سیالیو د انلاین ژوندیو نشراتو د خپرولو هڅه کوي.

په دغه کمېټه کې ،دولسمشردویم مرستیال د کرکټ بورډ دغه طرحه منلې ده.خو ویلي ېې دي چې باید کرونا ویروس د خپرېدو هر قسم مخنيوۍ باید وشي اوو نوموړي لارښوونه کړې چې باید داسې یو تګلارې سره دې کرکټ ټورنمنټونه وشي چې پګې ټول وقاېې په نظر کې ونيول شي که داسې ونشي نو دا به غټه انساني فاجعه رامنّځته کړي او دغه به لا نوره هم خپره شي، اوس باید لږ صبر وشي چې دغه وباختمه یا کمه شي بیا دې لوبو ته سرعت ورکړي،

هغه ویلي، چې د نورو لوبو د بیا پيل په اړه به بله تګلاره جوړیږي،معلومه نه ده، چې زر به کومې کرکټ سیالۍ په کوم ځای کې د کرکټ بورډ له لورې پيل شي بلخوا بیا د افغانستان کې د ښپږيزې د پیل لپاره ټول نندارچیان په سخته توګه په تمعه ووځکه هر کال دغه ټورنمنټ ډېر په زور او شور سره کيږي خو سږ کال دغه لوبه لا هم نده پیل شوې،

د یادونې وړړ ده چې د کرونا ویروس له امله په کابل کې اکثره دولتي ادارې په مشروطه ډول خپل رسمیات تر سره کوي د دې وړاندې دغه ادارې رخصت وې خو بیا وروسته پیل شوې، دا هم باید یاده کړو چې د کرونا ویروس له امله متاثره شویو خلکو تعداد د ۳۲ زرو نه زیات شواو د مړو شمېر هم ډېر شوۍ دۍ، اوس وخت د دې رارسېدلۍ دۍ چې باید ټول وګړي په دې وخت کې د دولت سره لاس ورکړي ترڅو دغه ناروغۍ نه ژر تر ژره مخنيوۍ وشي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button