نړیوال خبرونه

سرور دانش: داسې سوله مو نده پکار چې نظام پکې له منځه لاړ شي

سرور دانش: داسې سوله مو نده پکار چې نظام پکې له منځه لاړ شي داسې وخت کې چې په قطر کې د خپلمنځي مذاکراتو دوهم پړاو پيل شوی دی، د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وایي، که د سولې په پایله کې نظام منحل شي، دا به یوه ریښتیني سوله نه وي.

ښايي په افغانستان کې نا سمې سولې له امله خونریزي رامنځته شي.دانش چې پرون يې په کابل کې یوې ناستې ته خبرې  کولې  وویل، چې  د افغانستان د نظام ساتل اوس یوه ملي وظیفه ګرځېدلې او هغه سوله به کله هم یوه ريښتیني سوله نه وي، چې نظام پکې منحل او حکومت پکې سقوط وکړي.هغه وړاندې زیاته کړې، چې لنډمهالی حکومت کله هم د منلو وړ نه دی او نه به هم د افغانستان خلک د هغې سولې  منلو ته تیار شي، چې د «امارت» په تامین سره رامنځته کېږي.

ښاغلي سرور دانش ددې تر  څنګ طالبان تورن کړي دي، چې د سولې د مزاکراتو د بریا لپاره هیڅ ډول ګامونه نه دي اخیستي، او په دوحه کې يې خپلمنځي مذاکرات له بن بست سره مخ کړي.د دانش له قوله، حکومت د سولې د تامین لپاره کوشش کړې دي او په دې برخه کې يې د امریکا په غوښتنه طالب بندیان هم ازاد کړي دي.

د ښاغلي دانش لخوا پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو او امریکا  تر منځ د لاسلیک شوي توافق په اساس، په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو له تېرې یوې میاشتې راپدېخوا پیل شوی دی؛ مګر لا هم پکې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی او لا هم دغه خبرو ته خلک په تمه دي.

sarwar danish sd

سیاسي شنونکي په دې اړه وايي که چرته سوله رازي نو باید ټولې خواوې دې ته اړ شي.چې سولۍ ته کار وکي اود افغانستان خلک په امن او امان کې پاتې شي.افغانانو د ډېر وخت راهیسې په بد بختیو سر ي اوورځ تر بله ېې حالات خرابیږي. نواوس باید ټولې خواوې د شخصي ګټو نه تېر شي او افغانستان ته لومړیتوب ورکړي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button