اقتصاد او سوداګري

سرپل کې د تېلو چاڼځای په ۳۰ میلیونه ډالرو جوړ شو

په سرپل ولایت کې د سرپل کې د تېلو چاڼځای پروژه د ۳۰ میلیونه ډالرو په پانګونې بشپړه او فعالیت یې پیل کړی دی. دغه چاڼځای د ورځې تر ۶۰۰ ټنه اومه تېلو د تصفیې ظرفیت لري.

چارواکي وايي، د چاڼځای لپاره اومه تېل د آمو سیند د تېلو له حوزې، په ځانګړي ډول د قشقري، زمرد سای او انګوټ له زېرمو څخه راوړل کېږي. له تصفیې وروسته ترې ډیزل، پټرول او مازوت تولیدېږي.

د تصفیه‌ځای د مالي او اداري چارو مسوول حسیب‌الله امیرزي ویلي، د کورنیو اومه تېلو کارول د افغانستان د تېلو د کورني تولید د پراختیا لپاره مهم ګام دی.

د چاڼځای تخنیکي مسوولان وايي، تاسیسات د حکومت له لوري د منظور شوو معیارونو له مخې جوړ شوي او د اومه تېلو د تصفیې چارې د ټاکل شوو تخنیکي اصولو له مخې ترسره کېږي.

د دغه چاڼځای په فعالیت سره تر ۱۰۰ ډېرو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده. کارکوونکي وايي، د دې ډول پروژو پراختیا کولی شي په سیمه کې د کار فرصتونه زیات کړي.

سرپل کې د تېلو چاڼځای، د چاڼځای د تولید ظرفیت

دغه چاڼځای د ورځې تر ۶۰۰ ټنه اومه تېلو د تصفیې ظرفیت لري. له تصفیې وروسته ترې ډیزل، پټرول او مازوت تولیدېږي.

د آمو سیند له حوزې څخه اوس مهال هره ورځ شاوخوا ۱،۳۰۰ ټنه اومه تېل استخراجېږي، چې یوه برخه یې په کورنیو چاڼځایونو کې تصفیه کېږي.

د وارداتي تېلو د کمولو هڅه

افغانستان د سون‌توکو د اړتیا د پوره کولو لپاره لا هم تر ډېره پر وارداتو تکیه لري. چارواکي تمه لري چې د کورنیو تېلو د چاڼځایونو پراختیا به د هېواد د اړتیا یوه برخه له کورنیو سرچینو پوره کړي او پر وارداتي سون‌توکو به اتکا کمه شي. سرپل کې د تېلو چاڼځای

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button