اقتصاد او سوداګري

سرپل کې له نوي څاه د تېلو استخراج او د ګازو نل‌لیکې د پروژې پیل

طالبان وایې، سرپل کې یې د تېلو له نوې څاه استخراج او له شبرغان مزارشریف ته د ګازو نللیکې پروژه پیل کړه

د طالبانو حکومت کې د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د افغانستان د شمال سرپل ولایت اړوند په قشقرې نفتي حوزه کې یې له یوې نوې څاه د تېلو استخراج پیل کړی دی.

دغلته د تېلو د استخراج چارې د طالبانو حکومت کې د مالیې وزارت اړوند د افغانستان د نفت او ګازو دولتي شرکت او یوه چینایي قراردادي کمپنۍ (افچین) په ګډه پر مخ وړي.

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست پر همدې ورځ د جوزجان له شبرغان څخه مزارشریف ښار ته د ګازو نللیکې د غځولو پروژه هم پرانیستې.

په قشقري تاسیساتو کې د ۲۱م نمبر نوي څاه

په قشقري تاسیساتو کې له ۲۱م نمبر نوې څاه د تېلو استخراج شنبه په یوې غونډه کې پیل شو، چې د طالبانو د کانونو او پېټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلارو او نورو چارواکو پکې برخه اخیستې وه.

ښاغلي دلاور ویلي، چې د سرپل قشقري نفت د هېواد د اقتصاد مهمه سرچینه ده او په ابادۍ کې به ترې کار واخیستل شي.

د طالبانو حکومت د روان کال جنورۍ کې د ‘سي پي ای آی سي’ په نوم چیني شرکت سره د آمو نفتي حوزې د تېلو استخراج ۲۵ کلن تړون لاسلیک کړ.

د سي‌پي‌ای‌اې‌سي شرکت تړون او پانګونه

سي‌پي‌ای‌اې‌سي شرکت په دغه تړون کې منلې چې د پیل په لومړي کال کې به د دې حوزې د تېلو پر استخراج ۱۵۰ میلیون ډالر پانګونه کوي او په دريیو کلونو کې به دغه اندازه ۵۴۰ میلیون ډالرو ته لوړه شي.

د طالبانو د کانونو او پېټرولیم وزارت سرپرست هغه مهال ویلي وو چې “د تیلو زېرمې په پنځو ساحو کې پېژندل شوي دي‌ چې، اندازه یې ۴ زره پنځه سوه کیلو متره مربع ته رسیږي چې له دغو سیمو یوه قشقري ده، دغو ساحو کې د اووه اتیا میلیونه ټنه تېلو د استخراج اټکل شوی دی.”

نور ولولئ: اسلامي امارت د هېواد د اوسپنې کانونه داوطلبۍ ته وړاندې کوي

په قشقري تاسیساتو کې د دې نوې څاه په اړه ویل شوي، چې دمګړۍ ترې په ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۷۰ ټنه اومه تېل استخراجېږي خو په نږدې راتلونکې کې به دغه کچه ۱۰۰ ټنو ته لوړه شي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راوروسته چینايي شرکتونه په دې برخه کې یو څه فعال شوي دي.

په دې لړ کې تازه د “فان چینا افغان” په نوم یوه چیني شرکت هم راتلونکو څو میاشتو کې افغانستان کې د برېښنا د تولید، د سیمنټو فابریکې په جوړولو او روغتیايي سکتور د ۳۵۰ میلیون ډالرو په رازښت پانګونې ته لېوالیتا ښودلې.

د شبرغان-مزار د ګازو نللیکه

طالبانو د کانونو او پېټرولیم وزارت وايي پرون شنبه یې له شبرغانه مزارشریف ته د ګازو نللیکې د غځولو چارې پیل کړې دي.‌

دغه وزارت ویلي، چې د جوزجان ولایت له خواجه ګردک سیمې بلخ کې د کود او برق تر فابریکي د شاوخوا ۹۵ کیلومترو په اوږدوالي دغه نللیکه په دریو کلونو کې بشپړېږي.

د طالبانو حکومت وايي پر دې پروژې ۶۰۹ میلیون افغانۍ لګښت راځي چې دوی له خپلې بودیجې ورکوي.

طالبان د کانونو او پېټرولیم وزارت پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دغه ګازو به لومړی د کود او برېښنا په صنعت، ښيښې جوړولو او د ای‌پي‌پي غضنفر شرکت لخوا د برېښنا د توليد لپاره کارول کېږي او په دویم ګام کې به د استوګنې کورونو ته هم ووېشل شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button