سیمه ییز خبرونه

سرچینې: په تېرو څو ورځو کې پاکستان کې ۵ بریدونو ۱۸ کسان وژلي

په دې وروستیو کې پاکستان کې ناامني په اوج کې ده چې هره ورځ وسله والو بریدونو کې کڼ شمېر کسان وژل کېږي

سرچینې تائیدوي چې په پاکستان کې په تېرو لسو ورځو کې ۵ بریدونه شوي او په دغه بریدونو کې ۱۸ کسان وژل شوي دي.

د الجزیري سرچینې وايي، د مارچ میاشتې له ۱۶مې تر ۲۶مې نیټې پورې په پاکستان کې پنځه بریدونه شوي، چې درې یې په خیبر پښتونخوا او دوه یې په بلوچستان ایالتونو کې رامنځ ته شوي دي. د دغو بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي دي.

pak
پر پاکستاني پوځیانو وسله وال بریدونه زیات شوي دي

ټول دغه پنځه بریدونه ځانمرګي بریدونه وو، چې لږ تر لږه ۱۲ پوځي کسان، پنځه چینایي وکړي او یو پاکستانی وګړی پکې وژل شوي دي.

په پاکستان کې وروستي بریدونه

وروستي درې بریدونه، په پرله پسې توګه او په چټکۍ سره شوي او په پاکستان کې یې د چین ګټې په نښه کړي. لومړي برید کې، وسله والو د پاکستان د بلوچستان په ګوادر بندر حمله وکړه، چې د چین په مرسته جوړ شوی و. تر هغې وروسته، یوې وسله والې ډلې په بلوچستان کې د پاکستان پر یوې سترې سمندري اډې برید وکړ، او د دغه کار موخه یې په سیمه کې د چین پانګونه په ګوته کړه. او په وروستي برید کې، جنګیالیو هغه چینایي انجینران په نښه کړل چې د دغه هیواد په شمال کې، د بشام ښار ته نږدې د چین په مالي ملاتړ جوړیدونکې د بریښنا بند په پروژه کې یې کار کاوه.

نور ولولئ: پاکستان کې یوه جومات ته نژدې برید شاوخوا ۵۲ تنه وژلي دي

نور ولولئ: طالبانو ته نږدې ویب‌پانه: د پاکستاني جنرالانو ترهګریز روش

نور ولولئ: خواجه اصف ته د مجاهد توند غبرګون؛ ټي ټي پي له پیله پاکستان کې ده

د پاکستان د امنیټي چارو یو شنوونکي افتخار فردوس الجزیرې ته وویل، د دغو چاودنو بڼې د پاکستان په امنیتي ادارو کې اندیښنې راپارولي. دغه ادارې په دې باور دي چې په پاکستان کې پر چینایانو بریدونه د یوه “لوی پلان” برخه ده چې د دغه هیواد اقتصادي ګټو ته به زیان ورسوي، او د دغو هیوادونو ترمنځ اړیکې به خرابې کړي.

پاکستان کې د ناامنۍ اوج؛ تازه چاودنه کې ۲۴ کسان وژل شوي او لسګونه ټپیان دي

پر چینایانو د وروستي برید په اړه د چین غبرګون

پر چینايي کارګرانو برید، د بیجینګ له توند غبرګون سره مخامخ شوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د مارچ په ۲۷ مه یوې اعلامیه کې ویلي: “چین له پاکستانه غوښتي چې ژر تر ژره دې د دغه پيښې په اړه بشپړې څېړنې وکړي، عاملین دې یې ونیسي او عدالت ته دې وسپاري. په ورته وخت کې، موږ له پاکستان څخه غوښتنه کوو چې په پاکستان کې د چینايي اتباعو، بنسټونو او پروژو د خوندیتوب لپاره اغیزمن ګامونه پورته کړي. ”

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې په دې وروستیو کې ناامني زیاته شوې او  ددغه هېواد پوځ خپله روحیه بایللې ده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button