افغانستان

سرې میاشتې په افغانستان کې د سخت ژمي په اړه خبرداری ورکړ

اړوند خبرونه:

د افغانستان زلزلې ځپلو ته د متحده عربي اماراتو بېړنۍ مرستې او ژغورونې ټیم

د افغانستان ختیځ دوو شدیدو زلزلو ولړزاوه

زلزله؛ د مړو شمېر ۱۰۰۰ او د ټپیانو شمېر ۲۵۰۰ ته ورسېده

د سرېمیاشتې نړیوالې کمیټې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې زرګونه کورنۍ له یوه سخت او خطرناک ژمي سره مخ دي او عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

د سرې میاشتې نړیوالې کمیټې (ICRC) د چهارشنبې په ورځ، د اکتوبر په لومړۍ نیټه (د تلې په ۱۰ مه) اعلان وکړ چې په افغانستان کې زرګونه کورنۍ له یوه سخت او خطرناک ژمي سره مخ دي او که په راتلونکو اونیو کې عاجلې او اغیزمنې مرستې ورته ونه رسیږي، ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ کیږي.

دغې کمیټې دا خبرداری هم ورکړی چې هغه کورنۍ چې د وروستیو زلزلو له امله زیانمنو شویو سیمو کې ژوند کوي، له لا ډیر جدي خطر سره مخ دي. ډیری دا کورنۍ لا هم مناسب سرپناه نلري او د ژمي راتلونکی سړه هوا کولای شي چې د بشري تلفاتو کچه لوړه کړي.

د سرې میاشتې په وینا، د زیانمنو شویو کورنیو لپاره عاجلې مرستې لکه خوراکي توکي، ګرمې جامې او لنډمهاله سرپناه خورا اړین دي.

وروستۍ زلزلې چې په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې رامنځته شوې او لغمان او نورستان یې هم تر اغیز لاندې راوستل، له ۲۲۰۰ څخه ډیر کسان یې ووژل او زرګونه کورونه یې ویجاړ کړل.

د سرې میاشتې نړیوالې کمیټې او سره صلیب اعلان کړی چې له ۱.۳ میلیونو څخه ډیر کسان مستقیم یا غیر مستقیم ډول تر اغیز لاندې راغلي دي. په کونړ کې، لنډمهاله کمپونه د لسګونو زرو څخه زیاتو بې ځایه شویو کورنیو کوربه دي، چې یوازې په کونړ کې له یوولسو زرو څخه ډیر بې ځایه شوي کسان په موقتي کمپونو کې ژوند کوي. دا وضعیت د ژمي په رارسیدو سره د یو لوی بشري ناورین د رامنځته کیدو ویره زیاتوي. د سرې میاشتې نړیواله کمیټه او ملګري سازمانونه د نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوي چې د دې زیانمنو شویو خلکو سره د مرستې لپاره عاجل ګامونه پورته کړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button