اړوند خبرونه:
د طالبانو اعلامیه: د هند او پاکستان تر منځ زیاتېدونکی کړکېچ د اندېښنې وړ دی
هند پر پاکستان د «سندور» عملیات پیل او ۹ سیمې یې په نښه کړي
کشمیر کې د تاوتریخوالي له امله، له هند سره د افغانستان سوداګري په ټپه ودرېده
اسلام اباد: “هند به په راتلونکو څو ساعتونو کې پر پاکستان برید وکړي”
امیر خان متقي وايي، رسمیت پېژندنه د فشار په توګه کارول کېږي
سعودي او قطر له طالبانو او پاکستانه غوښتي چې د جګړې پرځای له صبر او زغمه کار واخلي
د سعودي عربستان او قطر د بهرنیو چارو وزارتونو د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستیو وسله والو نښتو ته په اشارې له دواړو لورو د زغم غوښتنه کړې.
د دغو وزارتونو له لوري په خپرو شویو خبرپاڼو کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ ډېورنډ کرښې ته څېرمه پر شوو نښتو اندېښنه څرګنده شوې او ویلي چې وضعیت له نږدې څاري.
په خبرپاڼو کې له دواړو لورو غوښتنه شوې چې د شخړې له پراخېدو ډډه وکړي او د تاوتریخوالي د کمولو او د سیمې د امنیت او ثبات د ساتنې لپاره د خبرو اترو او ډېپلوماسۍ لار غوره کړي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د سولې او ثبات د پیاوړتیا لپاره له سیمه ییزو او نړیوالو هڅو بشپړ ملاتړ اعلان کړی او ټینګار یې کړی چې ریاض لپاره تر هر څه د پاکستان او افغانستان د خلکو امنیت او ارامتیا مهمه ده.
سعودي عربستان او قطر له هغو لومړنیو هېوادونو څخه دي چې تر اوسه یې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د نښتو په اړه غبرګون ښودلی او د تاوتریخوالي پر ځای یې پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی دی.



