نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

سعودي عربستان د شانګهای همکاریو سازمان غړی شو

د سعودي عربستان کابینې د شانګهای همکاریو له سازمان سره د یوځای کیدو پریکړه په داسې حال کې تصویب کړه چې ریاض د متحدو ایالتونو له امنیتي اندیښنو سره-سره، له چین سره اوږد مهاله مشارکت ډیروي

د عربستان رسمي رسنۍ SPA راپور ورکړی چې د دولت کابینې یو هوکړه لیک لاسلیک کړ چې له مخې یې یاد شاهي هیواد ته د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د (خبرو د شریک) موقف ورکول کیږي.

د شانګهای د همکاریو سازمان یو سیاسي او امنیتي بنسټ‌ دی چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د چین، روسیې او د منځنۍ آسیا هیوادونو له خوا رامنځته شو او وروسته بیا هند او پاکستان هم پکې شامل شول.

د دغه سازمان د جوړیدو هدف په سیمه کې د لویدیځ له نفوذ سره د تعادل رامنځته کول دي. ايران هم تېر کال په یاد سازمان کې د غړیتوب سند لاسلیک کړ.

د خبرو د شریک موقف په نوموړي سازمان کې د شاملیدو لومړۍ مرحله ده او په دویمه مرحله کې سعودي عربستان ته بشپړ غړیتوب ورکول کیږي.

خو له بیجینګ سره د ریاض اړیکو په واشنګټن کې امنیتي اندیښنې رامنځته کړې دي ځکه چې عربستان د امریکا پخوانی متحد دی.

واشنګټن وایي چې د نړۍ په هیوادونو کې د چین د نفوذ هڅې به په منځني ختیځ کې د امریکا سیاست بدل نه کړي

سعودي عربستان او د خلیج نور هیوادونه د امنیت د عمده تضمین کوونکي په توګه د متحدو ایالتونو وتل د اندیښنې وړ بولي خو واشنګټن وایي چې د یو فعال شریک په توګه به په سیمه کې پاتې شي.

افغانستان د شانګهای سازمان د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو د نولسمې غونډې د بحث یو مورد و چې د تیر میلادي کال اګست میاشتې په ۲۴ د ازبکستان په پلازمینه تاشکند ښار کې ترسره شوه.

بلخوا څه موده وړاندې د شانګهای د همکاريو سازمان په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت جوړيدو غوښتنه هم کړې وه.

په داسې حال کې چې د افغانستان مسئله د شانګهای د همکاریو سازمان د سرمشریزې په بحثونو کې شامله وه خو د طالبانو د حکومت استازو د سمرقند په غونډه کې برخه نلرله.

نور ولولئ: سعودي عربستان په لومړي ځل د اروپايي فلمي فیسټیوال کوربه توب کوي

افغانستان د دغه سازمان د څارونکو هیوادونو په ډله کې دی.

د شانګهای سازمان وخت نا وخت د سیمې په حساسو مسئلو ناستې او پریکړې کوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button