هنر او ادب

سعودي عربستان په لومړي ځل د اروپايي فلمي فیسټیوال کوربه توب کوي

سعودي عربستان کې د نویو بدلونونو وروسته په لومړي ځل دغه هېواد کې د اروپايي فلمي فیسټیوال کوربه توب هم کېږي، چې دا فیسټیوال سبا د جون په ۱۵مه پیلېږي او تر ۲۲مې نېټې پورې به دوام وکړي.

دغه فلمي فیسټیوال د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې ترسره

 کېږي، چې موخه او هدف یې د اروپايي سینما تبلیغ دی او همدا راز د سعودي عربستان او اروپايي هېوادونو ترمنځ د فلمونو شراکت یا یو بل ته نږدېوالی ښودل شوی دی.

په دغه فلمي فیسټیوال کې چې کوم فلمونه نندارې ته وړاندې کېږي، په هغې کې زیات داسې هم دي، چې د ښځو د پرمختګ یا ځواکمنتیا، د موسمونو په بدلون او په معیوبۍ باندې جوړ شوي دي.

نور یی ولوله | شیخ محمد بن زاید آل نهیان همېشه د زغم او انساني ورورولۍ د ارزښتونو د ودې لپاره د ګډ کار کولو په اهمیت ټینګارکړی

د دغه فلمي فیسټیوال د کوربه توب یوې مسوولې روا المادني له رسنیو سره په

 خبرو کې ویلي دي، چې په سعودي عربستان کې د دغه فلمي فیسټیوال کوربه توب موخه دا ده چې د سعودي عربستان سینما ته پرمختګ ورکړل شي.

هغه زیاتوي، همدا راز موږ غواړو چې د سعودي عربستان د ځايي سینماګرانو او د اروپايي سینماګرانو ترمنځ اړیکې پراخې کړو، تر څو په راتلونکي کې دوی وکولای شي په فلمونو باندې ګډ کار وکړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button