نړیوال خبرونه

سعودي عربستان: پرته له اجازې هيڅ څوک عمره نشي کولی

سعودي عربستان: پرته له اجازې هيڅ څوک عمره نشي کولی.د سعودي عربستان حکومت د روژې په مبارکه میاشت کې د هغه کسانو د جریمه کولو پرېکړه وکړه چې په دې میاشت کې پرته له اجازې عمره کوي.دوی وای چې هرڅوک عمره کوي باید اجازه ولري.

د عربي ميډیا د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې د سعودي عربستان د دولت لخوا د هغه کسانو د جریمه کولو پرېکړه وشوه، چې په روژه کې پرته له اجازې عمر کوي او جریمه یې هم لس زره ریاله ورته ټاکلې.د سعودی عرب د حج او عمرې وزارت وایي چې په روژه یوازې هغه کسان عمره ادا کولی شي چې د کورونا واکسین یې کړي وی، نو هغه کسان چې غواړي د عمرې کولو اجازت نامه ترلاسه کړي باید د کورونا دواړه ډوزه واکسین استفاده کړي.

د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت وایي چې د روژې په مبارکه میاشت کې یوازې په عمره کولو نه بلکې حرم شریف ته په داخلېدو هم بندیز پورې شوی، که چا له اړوند اصول سرغړونه وکړه زر ریاله به جریمه شي.یاد وزارت زیاتوي چې دغه بندېزونه یې د کورونا د وایروس د خپرېدو د مخنیوی لپاره پورې کړي او هغه کسان چې دغه بندیزونه سرغړونه کوي، هیڅ ډول مراعت یې نه کېږي.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت له ددې هیواد له اوسیدونکو او بهرنیو څخه غوښتنه کړې، که چېرته عمره ادا کول یا مسجد الحرام ته د تګ غوښتنه لري اجازت نامې دې واخلي، کنه نو په لار کې به د امنیتي کسانو له لورې ودرول شي.

img 20210410 162044

سعودي عربستان د سږ کال حج په اړه څه ندي ویلي چې ایا حج ته به سږ کال خلک پرېږدي او که نه دوی وای دحج په اړه به وروسته پرېکړه وشي.د یادولو وړ ده چې چې پروسه کال د کرونا ویروس له امله د حج مراسمو لپاره صرف داخلي خلک ورغلي او هیڅ خارجي ته د تلو اجازه نه وه ورکړل شوې.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button