ستاسې اند او نظر

سفر وکړئ او له ژوند خوند واخلئ

که هر څه د یاده ووڅي  خو د سفر تجربې هېڅکله نه هېرېږي «همداسې مو له یو او بل سره قدم واهه، هغې وویل، سفر مې نه خوښېږي.» څو کاله مخکې کله چې له ټولګي راتلم، له یوې ښځې سره مخ شوم، ستړي مشي مو سره وکړل او له یوه او بل سره معرفي شو. د هغې ښایسته وېښتانو سړی ور جذبولو. ډېر ښکلي او اوږده وېښتان یې درلودل. زما په شونډو مسکا وه، خوا ته یې ورغلم او جوړ پخیر مې سره وکړل. هغه هم ډېره خوش خلقه وه، دغه څه د دې لامل شول چې څو شېبې سره وغېږو او وخاندو. زه پر دې پوه شوم چې هغه په امریکا کې له پیدایښته بیا تر اوسه پورې بهر ته چېرته په سفر نه وه تللې. دې خبرې زه بیخي حیران کړم. ما ته لکه یوه زنداني داسې ښکاره شوه، غوښتل مې هغه ازاده کړم. له هغې مې وغوښتل چې په سهار کې د قدم وهلو پر مهال له ما سره مله شي او سره ووینو. ساعتونه یې ونیول، څو هغه قانع کړم چې پلی تګ یا د سهار له خوا قدم وهل سړی نه وژني، بلکې ګټور کار دی. بله ورځ له ما سره مله شوه، خو د قدم وهلو پر مهال یې ما ته وویل چې له مسافرۍ یا سفر کولو سره یې جوړه نه ده.

دا هم باید ووایم چې هغې هېڅکله د سفر خوند نه و څکلی، ځکه یې زړه هم نه ورته ښه کاوه. له قدم وهلو وروسته د هغې تر کوره پورې ور سره ولاړم، ډېره خوشاله وه او دا وخت پر موږ ډېر ښه تېر شو. څه موده وروسته یې ما ته مسیج وکړ او پکې لیکلي یې وو چې په سفر تللې وه، ډېر خوند یې ترې اخیستی و او یوه ډېره ښه تجربه وه ورته. دې ان د هغو ځایونو لېست راته لیکلی و چې د هغې د خوښې وړ وو

.

که رښتیا ووایم، زما پوښتنه دا ده چې که تاسو سفر ونه کړی، نو څه ډول له ژونده خوند اخلی؟ سفر په دې مانا نه دی چې تاسو هرو مرو له هېواده بېرون ووځی، هر هېواد خپله داسې سیمې، ولایتونه، ولسوالۍ او نور په زړه پورې ځایونه لري، چې په لیدلو ارزي او باید سړی یې وګوري

بېرته راځم خپلې خبرې ته. زه غواړم د دې معما په ځواب پوه شم چې تاسو ولې سفر نه کوی؟ پنځه کاله کېږي چې په یوه کور کې اوسېږی، سهار مو کار ته ځی او بېګا بېرته خپل کور ته راځی. دا کار درته ستړی کوونکی نه دی؟ تاسو په رښتیا یوه سفر ته اړتیا لری. په خپل هېواد کې یوه ښار ته سفر وکړئ او له ژونده خوند واخلئ. که تاسو ټول وخت یوازې په یوه ځای کې ژوند وکړی، سهار دندې ته لاړ شی، بېګا بېرته کور ته راشی، ژوند به مو لکه د کتاب یوه پاڼه داسې وي، خو که ښارونو او هېوادونو ته سفر وکړی، نو ژوند مو یوه لوی او له ګټورو مطالبو ډک کتاب ته ورته کېږي. نړۍ هم یوه کتاب ته ورته ده، هغوی چې هېڅ سفر نه کوي، دوی اړ دي چې د کتاب همدا یوه پاڼه ولولي.

زما یوه ملګري هند ته سفر درلود، له یو څه مودې وروسته یې لیدلوري هم بدلون وکړ. اوس یې د فکر بڼه د پخوا په پرتله بدله شوې ده. هغه هلته یو واقعي ژوند تجربه کړ، هغه پوه شو چې په هغه ځای کې ژوند له هغو فلمونو سره چې هند یې تولیدوي، توپیر کوي او د هغه ځای د خلکو واقعي ژوند هسې نه دی

زړه مو نه دی چې خپلو لمسیانو ته نوې کیسې وکړی؟ نه غواړی چې ډېرې خاطرې ولری؟ نو راځئ سفر کول درته په یوه تفریح بدل کړئ. که مو واده کړی او اولادونه لری، نو ښه ده چې له خپلې کورنۍ سره یو جادویي سفر وکړئ، څو د ټول عمر لپاره درته یوه خاطره وي. تاسو کولای شی له دې فرصت څخه په ګټې اخیستنې، له خپلې کورنۍ سره یو څه ډېر وخت تېر کړی او که مو واده نه وي کړی، بیا کولای شی له خپلو نږدې ملګرو سره په سفر لاړ شی

.

زما تر ټولې ښې او ځانګړې خاطرې په هغو سفرونو پورې تړلې دي، چې له کورنۍ او اولادونو سره مې کړي دي. یو ځل مې په یوه پنځه ورځني سفر کې له خپلې کورنۍ سره له شپږو ایالاتونو څخه لیدنه وکړه. دومره خاطرې له هغه سفر څخه لرم چې پوښتنه مه کوی. نوي ملګري مې پیدا کړل، نوي خواړه مې وخوړل او د هغه وخت ډېرې کیسې له ځان سره لرم. ژوند ډېر لنډ دی. تاسو چې هر څومره عمر خوړلي کېږي، بیا به په تېر وخت کې د سفر کولو او د ډېرو ځایونو د لیدلو ارمان کوی. ژوند ژر ژر تېرېږي. د وخت په تېرېدو سره پلی تګ، منډې وهل، سفر کول، فکر کول او د ژوند تجربه کول سختېږي. زما اوس دې ته پام شوی دی چې له وخت، ژوند او شته امکاناتو باید ګټه واخلم. کله چې تاسو سفر کوی او په چکر ځی، نو په اصل کې له ځان سره هم سفر کوی. تاسو کولای شی د سفر پر مهال له خپل ځان څخه هم ډېر شیان زده کړی

تاسو چې کله سفر کوی، په اصل کې نوي شیان کشفوی او کشف د ژوند یوه مهمه او حیاتي برخه ده. د سفر لپاره تاسو ډېرو شیانو ته اړتیا هم نه لری. د یو کوچني بکس، لپ ټاپ، تلېفون، پاسپورټ او نغدې پیسې کفایت کوي. که تاسو دغه شیان ولری، نو بیا د سفر په اړه هېڅ اندېښنه مه کوئ. زه خو له خپلو رخصتیو همداسې ګټه اخلم، ستاسو خپله خوښه. همداسې اسان او بې جنجاله سفر خوند راکوي. له دې ټولو څخه زما موخه دا ده چې یو څه مو روحي حالت ور سره ښه شي او له ژونده خوند واخلی

د هند پخواني ولسمشر عبدالکلام ویلي: «ځوانانو ته زما سپارښتنه دا ده چې متفاوت فکر وکړي، زړور اوسي، سفر وکړي او له ناشناخته ځایونو څخه لیدنه وکړي، غیر ممکن شیان کشف کړي، له ستونزو سره مخ شي او بریالي ترې راووځي. دا هغه څه دي چې ځوانان باید ور باندې کار وکړي

زما دوستانه سپارښتنه هم تاسو ته دغه ډول ده. موږ او تاسو خو ملګري یو که نه؟ هو، ډېر ښه!

کله چې وزګار وی، نو سفر وکړئ او نړۍ وپېژنئ. په دې کار سره تاسو ځان مرګ ته نه ورکوی، بلکې ډېرې تجربې به تر لاسه کړی. د بېلګې په توګه، د اوړي په رخصتیو کې کولای  شی د خپل هېواد یخو سیمو ته له کورنۍ او یا هم ملګرو سره په سفر او چکر ولاړ شی.

مشهور انګلیـسي لیکوال ډېوېډ مېچل (David Mitchell) یو وخت ویلي وو: «هغه کس چې له ډېرې شتمنۍ سره مړ شي، ګټونکی دی»، خو اصلي خبره دا نه ده، ګټونکی هغه څوک دی چې ډېرې تجربې ولري او په خوښۍ کې یې ژوند کړی وي. ولې وایي چې خپله ټوله شتمني په سفر ولګوی

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button