نړیوال خبرونه

سلام حنفي چین ته؛ “پر نړیوال سټیج زموږ له دریځه ملاتړ وکړئ”

سلام حنیفي له چین غوښتي چې پر نړیوال سټیج دې د طالبانو رژیم له دریځ ملاتړ وکړي

طالبان هڅه کوي چې نړیوال مشروعیت واخلي. دوی داسې مهال دغه مشروعیت غواړي چې نه اساسي قانون لري، نه یې داخلي مشروعیت اخیستی او نه یې هم د افغانستان نیمايي نفوس (ښځې) ته د زده کړو او کار حق ورکړی دی.

د طالبانو او چین تر منځ د نورو هېوادونو په پرتله اړیکې ښې دي. چین هڅه کوي چې په افغانستان کې د کانونو په استخراج او نورو بنسټیزو پروګرامونو کې د چین په زیاته ګټه پانګونه وکړي.

طالبان او نړیوال ټولنه

د طالبانو د رياست الوزراء اداري مرستيال عبدالسلام حنفي وایي، چين دې د ملګرو ملتونو سازمان د امنيت شورا دايمي غړي په توګه په نړۍوالو ناستو کې د افغانستان له دريځه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغه دغه څرګندونې تېره ورځ د چين د فرهنګ او ګرځندوی وزارت مرستيال ښاغلي لي کن او په کابل کې د چين سفير ښاغلي جاو شېنګ سره په لیدنه کې کړې دي.

نور ولولئ: طالبان: ادارو کې تجربه‌لرونکې او اکاډمیک کسان ګومارل کېږي

نور ولولئ: د افغان کډوالو په اړه له پاکستان او طالبانو د چین غوښتنه

د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ په اېکس پاڼه لیکلي، چې نوموړي د اقتصادي او مهم سياسي شريک په توګه له افغانستان څخه د چين له ملاتړه مننه کړې ده.

afghan 2024 07 26t100234.571
سلام حنفي او د چین پلاوی

هغه هیله ښودلې، چې واخان کوريډور به د افغانستان او چين ترمنځ د اقتصادي اړيکو پراختيا کې مهم رول ولوبوي.

چین ته د طالبانو ډاډ

هغه ويلي، د ګاونډيو په ګډون چين او ټول هېوادونه دې ډاډمن اوسي چې دوی به هيچا ته اجازه ور نه کړي چې د هغوی پر وړاندې د افغانستان خاوره وکاروي.

د طالبانو د ارګ د خبرپاڼې له مخې، د چين د فرهنګ او ګرځندوی وزارت مرستيال ښاغلي لي کن د مس عینک کان د استخراج لپاره د نښلوونکي سړک د جوړېدو چارو په پيل خوښي وښوده.

هغه وويل، چين او افغانستان په بېلابېلو برخو کې تاريخي، نږدې او پياوړې اړيکې لري.

ښاغلي کن وويل، په افغانستان کې سراسري امنیت دې ته زمينه برابره کړه چې د مس عينک کان پروژې کارونه له اوږده ځنډ وروسته بیا پيل شي.

چین هغه هېواد دی چې د طالبانو سفیر یې منلی او ددوی لوړپوړي چارواکي هم له طالبانو سره ګوري او له همدې امله یې کابل ته سفرونه زیات دي.

طالبان له روسیې او ایران سره هم اړیکې پالي، خو له دې سره، سره بیا هم په رسمیت نه دي پېژندل شوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button