Uncategorized

سلطانزوی: پاکستان ته مې الوتکه نه ده وړې

سلطانزوی ویلي دي پاکستان ته مې الوتکه نه ده وړې د کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی وایي، چې څو لسیزې مخکې د افغانستان الوتکه ده پاکستان ته نه وه تښتولې.هغه یلي چې هر څوک دا افواهات اچوي نو سم معلومات به نا لري ،

نوموړي په یوه تلویزوني مرکه کې ویلي، چې هغه الوتکه پوځي وه او دی ملکي پيلوټ و.د ده په خبره، یاده الوتکه د داود په نوم کوم بل کس تښتولې وه او الوتکه هم پوځي وه.نوموړی وايي چې ولس باید دغه رقم خبرو باندې یقین ونکړي او نه دغه خلق په داسې خبزې وکړي چې عام وګړو ته فقت یو موضوع پیدا کوي او عام وګړي په تشویش کې اچوي ځکه بازې خلک غواړي د خلکوشخصیت وژنه وکړي خو زه وایم دا الله په لاس کې ده خلک د چا هيڅ هم نشي کولۍ،

کابل ښاروال هم پخوا پيلوټ و، چې په خبره یې ده په ملکي برخه کې پيلوټي کوله.نوموړي ده ته د الوتکې د تښتولو د قضیې منسوبول پر خپل ضد دسیسه وګڼله او ویې ویل، چې ځینې خلک هسې د ده د مشهورولو لپاره دا غلط تبلیغ ورپسې کوي.او غواړي چې همده دې لارې ما لرې کړي او ځان د فساد او غلا لپاره دغې چوکۍ ته ورسوي ځکه هر څوک غواړي چې لوړ پوست ته ځانونه ورسوي او د خدمت پر ځاۍ ځانونه ماړه کړي،

د یادونې وړ ده، چې کابل ښاروال وخت په وخت په ټولنیزو رسنیو کې د نورو تورونو ترڅنګ پاکستان ته د افغانستان د یوې پوځي الوتکې د تښتولو په تور هم تورن شوی و.خو ړ ړپه وینا دا خبره غلطه ده او وايي ټول خلک غواړي د افواهاتو له لارې پر ما فشار راوولي او له دندې مې هم لرې کړي ترڅو خپل یو فاسد کس دغې چوکۍ ته راولي،

دا هم ولولئ:  قومي مشران:دولت باید زمونږ امنیت لپاره اقدامات وکړي

دا هم باید کړو نوموړي د یو خصوصي تلویزیون ته وویل چې زه غواړم چې وطن ته خدمت وکړم او خپل کار کې له هيڅ چا نا ډارېږم د زورمندانو په ووړاندې مبارزه کوم هيڅ چا ته د ځمکو د غصب اجازه نه ورکوم غواړم چې ټول خلکو باندې دا ومنم چې قانون باید غملي کړي او افغانستان کې د قانون حاکمیت رواج رایج کړي ترڅو مونږ د نړۍ سره سیالان شو او په قانون سنبال مملکت ولرو،

سلطانزوی: پاکستان ته مې الوتکه نه ده وړې
سلطانزوی: پاکستان ته مې الوتکه نه ده وړې

نوموړي دا هم وویل چې که مونږ اوګورو همدا افغانان په اروپا دوبۍ پاکستان او هند کې د فانون خلاف کار نشي کولۍ نو ولې خپل وطن کې د قانون په چوکاټ کې نه ګرزي او هر وخت قانون ماتونکي کارونه کوي هغه وویل هر هغه څوک چې غیر قانوني بلډنګونه جوړوي زه ېې خلاف یم خو ولې که د قانون سره سم کورونه او بلډنګونه جوړوي او غصب نه کوي رادېشي زه هم ورسره مرسته کوم،

رحیم سادات

رحیم سادات یو د کلتور او سپورټس کالم‌نویس دی چې د افغان میراث، دودیزو هنرونو او ملي ورزشي پیښو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د افغانستان د کلتوري ویاړ، ورزشي لاسته‌راوړنو او ملي یووالي څرګندونه کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button