هنر او ادب

سلمان خان ته د مرګ ګواښ؛ موټر دې چاودنه ورکوو

اړوند مطالب:

په نیټ‌فلیکس کې د ۲۰۲۳ کال ډېر کتل شوي هندي فلمونه

پر نټفلیکس د مازکر له ناول جوړ شوی سریال

د هندي سینما یا بالیووډ مشهور لوبغاړی سلمان خان یو ځل بیا په مرګ ګواښل شوی دی.

رسنۍ وایي، نوموړي ته ویل شوي، چې موټر به یې په بم والوزول شي.

بل لورته هندي پولیس وایي، له نامعلوم کس نه یې یو لیکلی پيغام ترلاسه کړی، چې په کې ویل شوي، سلمان خان به خپل کور کې دننه ووژني او موټر به یې هم په بم والوزوي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې په تېرو ۲ کالو کې دا پنځم ځل دی چې نوموړي ته د مرګ ګواښونه کېږي.

کابو یو کال مخکې هم د هغه پر کور وسله وال برید شوی وو، چې وروسته یې په تړاو دوه تنه ونیول شول.

د بشنوی ګینګ په نوم یوه جرمي ډله، چې له څو کالو راهیسې سلمان په مرګ ګواښي، ادعا کوي،چې سلمان خان هغه هوسۍ ښکار کړې چې دوی ته مذهبي سپېڅلتیا لري.

پولیس وایي د اوسني ګواښ په اړه یې پلټنې پيل کړي.

سلمان خان په ممبئي ښار کې د خپل کور امنیتي تدابیر هم لوړ کړي او څو ورځې وړاندې د کلیزې پر ورځ، مینه والو ته د مرمۍ ضد ښیښې تر شا را څرګند شو.

سلمان خان یو مشهور هندي فلمي ستوری دی. هغه د ۱۹۶۵ کال د دسمبر په ۲۷مه نېټه د هند په ایندور ښار کې زېږېدلی.

سلمان خان خپل فلمي سفر په ۱۹۸۸ کال کې پیل کړ، خو د ۱۹۸۹ کال فلم Maine Pyar Kiya سره ډېر مشهور شو.

دا هم ولولئ:  د صوفیه کیف د واده یو کال پوره شو

له هغه وخت راهیسې یې ګڼ شمېر کامیابه فلمونه کړي دي لکه Hum Aapke Hain Koun..!, Karan Arjun, او Bajrangi Bhaijaan.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button