Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

افغانستان

سلګونه هغه افغانان چې له افغانستان څخه ایستل شوي په اماراتو کې ېې د خپل ‘نامعلومه برخلیک’ له کبله احتجاج کړی

په افغانستان سلګونو هغو افغانانو د طالبانو له واکمنېدو وروسته له دې هېواد ایستل شوي او دا مهال متحده عربي اماراتو کې ایسار پاتې دي، اوس په دې خلیجي هېواد کې د خپل ‘نامعلومه برخلیک’ له کبله احتجاجونه پیل کړي. د چارشنبې پر ورځ پر خواله رسنیو خپرو شویو انځورونو او ویډیوګانو کې ښکاري چې ډېر شمېر افغانان ابو ظبۍ کې د خپلو استوګنځایونو مخې ته راوتلي او احتجاجي مارچ کوي.

د امریکا متحده ایالاتو په تېرو څو میاشتو کې زرګونه هغه افغانان چې ژوند ته یې د طالبانو لخوا خطر پېښ و، له خپلو کورنیو سره یو ځای له افغانستان و ایستل او په موقتي‌ توګه یې په متحده عربي اماراتو کې مېشت کړل. د امریکا دولت هغه وخت ویلي وو،‌ دې کسانو قضیې او اسناد به ارزول کېږي او له هغه وروسته به امریکا ته دایمي مېشتېدو لپاره استول کېږي.

خو د رویټرزي خبري اژانس د یو شمېر سرچینو له قوله وایي، د تېر کال نومبر میاشتې راهیسې امریکا ته د دې کسانو د لېږدولو لپاره هېڅ الوتنه نه ده شوې، او د زرګونو افغانانو برخلیک نه دی مالوم. اټکل کېږي چې دا مهال شاوخوا ۹ زره افغانان متحده عربي اماراتو کې په موقتي ډول مېشت دي او امریکا او یا هم نورو لویدیځو هېوادونو ته د لېږدول کېدو په تمه شپې هملته سبا کوي. خو داسې ښکاري چې اوس له دې ډلې د ځینو کسانو صبر تمام شوی او د چارشنبې پر ورځ د نارینه و ترڅنګ ډېر شمېر ښځې او ماشومان هم له شعارونو او لوحو سره احتجاج ته راوتلي وو.

نور یی ولوله | د علماءِ هند ګوند مسکان ته د (۵۰۰) زره روپیو جایزې د ورکړې اعلان وکړ

دې کسانو د امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو له چارواکو غوښتنه کوله چې برخلیک یې ور مالوم کړي. یو شمېر احتجاج کوونکو د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي، متحده عربي اماراتو کې یې ژوند سخت دی، کلکه څارنه یې کېږي او داسې احساس کوي چې ګواکې په زندان کې بندیان دي. داسې رپوټونه هم ترلاسه شوي چې له دې احتجاجونو وروسته د متحده عربي اماراتو امنیتي چارواکو یو شمېر افغانان نیولي هم دي.

په ابو ظهبۍ کې د امریکا سفارت او یا هم د متحده عربي اماراتو چارواکو د دې احتجاجونو په اړه لا کوم غبرګون نه دی ښودلی. ځینو سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، احتجاج کوونکو ګواښ کړی چې که یې برخلیک مالوم نشي نو ښایي د نه خوړلو اعتصاب پیل کړي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button