نړیوال خبرونه

د علماءِ هند ګوند مسکان ته د (۵۰۰) زره روپیو جایزې د ورکړې اعلان وکړ

د مسکان خان په نوم د یوې مسلمانې زده کړیالې ویډیو هغه مهال په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوه، کله چې هغه په کرناټک کې خپل پوهنتون ته په حجاب کې ورغله.

یاد پوهنتون نجونو ته د حجاب نه اغوستلو امر کړی و او په حجاب یې بندیز لګولی و، خو دا انجلۍ له حجاب سره پوهنتون ته تللې او هندوان یې پر ضد نعرې وهي، خو نجلۍ د دغه هندوانو پر وړاندې ډېره په مېړانه درېږي او د الله اکبر نعرې وهي.

اوس د هند علماءو ټولنې مسکان ته، چې د هندي افراطیانو پر وړاندې په میړانه ودرېده او سره له دې چې وګواښل شوه، خو نوموړې بیا مبارزې وکړه، د جایزې اعلان کړی دی.

نور یی ولوله | آیا د نیوټن پر سر د مڼې راولوېدو او د جاذبې قوې د کشف کېسه رښتیا ده؟

په ویډیو کې لېدل کېږي چې مسکان د هندو افرطیانو د (جی شري رام) د نعارو له هجومه راوځي او د دې پرځای چې وویریږي، په لوړ غږ د (الله اکبر) نعره پورته کوي.

اوس د جمعیت علماء هند دغې زده کړیالې ته د جایزې د ورکړې اعلان کړی دی، د دغه ګوند مشر مولانا محمود مدني نوموړې ته د ۵۰۰ زره هندي روپیو د ورکړې اعلان کړی.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button