سات تيري

سنجى دت د خپلو والدینو لپاره پېغام کې څه ویلي؟

سنجى دت د خپلو والدینو لپاره پېغام کې څه ویلي؟په دې وروستيو کې د سرطان څخه جوړ شوی د هند مشهور اداکار سنجى دت د خپلو مور او پلار لپاره په سوشل میډیا کې يو پېغام نشر کړى دى.

ښاغلي سنجی دت د مور و پلار دا خوشحاله عکس د هغوى د واده د کليزې په ورځ په ټويټر کې خپور کړى دى، چې په عکس کې دواړه يو بل ته ګوري او خوشالي کوي.ښاغلي سنجي دت په دې ټويټ کې د خپلې مور و پلار په ياد ليکلي دي تاسې دواړو زه د مينې په اصل معنا پوه کړم همدا راز نوموړي دواړو ته د کليزې مبارکي هم ليکلې ده.

د هغه پلار سنيل دت په ١٩٢٩ کال د جون په ٦مه نېټه زېږېدلى و، هغه په ډېرو مشهورو فلمونو کې کار کړى و، لکه مادر انډيا، پړوسن، سجاته، ميرا سايه، جاني دشمن او ملن، هغه د هندي سينما يو مشهور اداکار و.د سنيل دت وروستى فلم (منا بهايي ايم بي بي ايس) و چې هغه په دې فلم کې د خپل زوي سنجي دت سره کار کړى و، چې له هغه وروسته مړ شو.

هېره دې نه وي چې سنجى دت تېر کال په سرطان ناروغی اخته شوى و، چې نوموړي لومړى د درملنې په موخه امريکا ته د تګ پلان درلود او پنځه کلنه وېزه يې هم اخيستې وه، خو وروسته يې خپله درملنه په ممبۍ کې وکړه او له دې ناروغۍ څخه روغ شو.

.jpg
سنجې دت

باید یاده کړو چې نوموړی تکړه با استعداده او په هېواد مین شخصیت لري نوموړی هر وخت هڅه کوي چې د خپل مملکت نوم سر لوړی کړي.ښاغلی سنجې دت د یو ښه اداکار تر څنګ د ښه اخلاقږ خاوند هم دی. نموړی هر وخت هڅه کوي چې هر چا سره ښه اخلاقو سره پېش امد وکړي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button