افغانستان

سهیل شاهین: هند او ایران وپوهېدل چې طالب ډله د پاکستان لاسپوڅي نه دي

په قطر کې، د طالبانو سفیر سهیل شاهین وايي چې ایران او هند پخوا دا ګومان کاوه چې طالبان د پاکستان لاسپوڅي دي، خو اوس یې درک کړې چې دا اندېښنه ناسمه وه.

ښاغلي شاهین له الجزیرې سره په مرکه کې وویل، د سیمې هېوادونو د طالبانو واقعیت منلی او له دې ډلې سره تعامل یوه واقع‌بينه کړنلاره ده.

سهیل شاهین زیاته کړه، طالبان «د ننني افغانستان واقعیت» دی او د هېواد ټولې خاورې او پوله کنټرولوي.

هغه الجزیرې ته په خبرو کې همداراز وویل: «د سیمې هېوادونه دا حقیقت درک کوي، او له همدې امله له اسلامي امارت سره په بېلابېلو سطحو تعامل کوي، چې زما په اند یوه واقع‌بینانه او منطقي لاره ده.»

په قطر کې د طالبانو سفیر دا هم ویلي چې دوی باور لري له تعامل څخه د ستونزو حللارې راوتلی شي.

نوموړي استدلال وکړ چې د طالبانو د ادارې په رسمیت پېژندنه نور باید و نه ځنډول شي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button