اقتصاد او سوداګري

سود څه دی او اخيستل يې کومې ټولنيزې ستونزې لري؟

په اقتصاد او سوداګرۍ کې سود هغه راکړې ورکړې ته ويل کيږي چې د پور د ورکړې پر وخت له اصلي پيسو سره نورې پيسې هم په بيلابيلو سلنو پور ورکوونکي ته ورکول کيږي. دا چې سود اخيستل کومې ستونزې زیږوي په دغه ليکنه کې به پوه شئ

د سود اخيستلو ټولنيزې ستونزې:

د کار د پرېښودو او پور نه ورکړې سبب کيږي، خلک د کار کولو پر ځای خپلې پيسو نورو ته ورکوي او له کار پرته ګټه ترلاسه کوي او دا چې خلک نور قرض حسنه نه ورکوي تل کوښښ کوي چې دې قرض په بدل کی سود واخلي ځکه چې دا ورته فایده لري.

د اقتصادي فعاليت او توليد د دريدلو سبب کيږي، کله چې موږ سرمایه ګذاري کوو په هغه کیدې ګټه او تاوان دواړه شته خو کله چی سود اخلو بیا تاوان نه لري موږ سل په  سلو کی مطمين یو چې مقابل طرف که تاوان کوي که ګټه باید موږ ته خپل سود راکړي نو زیاتره وخت په اقتصاد کې د خلکو داسې سرمایه ګذاري خوښیږي چی خطر منل يې کم وي او هم کوم زحمت نه ورباندې راځي دې همدې لپاره زیاتره سرمایه ګذاران کوشش کوي سرمایه ګذاري و نه کړي دا د اقتصاد دې دريدلو سبب ګرځی.

نور ولولئ: نجیبه فیض: اقتصادي یا مالي خپلواکي د ښځو لپاره ډېره مهمه ده

د طبقاتي فاصلې ډېروالی، په خلکو کې لرې والی مینځته راځي هغه چې وایي سرمایه دې لس فیصده خلکو په لاس کېده یو دلیل یی همدا دی چې کله سود اخلي نو دوی سرمایه دار کیږي او سود ورکوونکي مجبور دي سره له اصلو پیسو سود هم ورکړي نو دا د دې سبب کیږي چې نور هم غریب شي او هغه پيسه دا لا پيسه داره شي.

د تورم يا د پيسو د زياتوالي سبب کيږي، کله چې د سود پیسې زیاتې شي نو طبعا سود ورکوونکي مجبوریږی چې د موادو قیمت لوړ کړي، ځکه چې سود هم باید ورکړي چې دا بيا د تورم يا د پيسو د زياتوالي سبب کیږی.

سود په اقتصادي او سوداګريزو راکړو ورکړو کې کله رواج شو

د دويمې نړيوالې جګړې وروسته د دې لپاره چې خلک بیا عادي حالت ته راستانه شي، بانکونو پورونه ورکول او دا پورونه دې سود په بدل کې وو، دوی په پورونو کې نوآوری راوستلې وه. د ضمانت پرته يې هر چاته پورونه ورکول، دې ضمانت په فکر کې نه وو. دوی به دا ویل چې که سود راکړي خو ښه ګټه ده او که رایي نه کړي کولی شو چې د دولت له بیمه څخه یې واخلو چې دا خپله دی سبب شول چی د بانک درآمد کم شي او د بانکونو د ماتې سبب شي چې بیا اقتصادي کړکېچ رامنځته شو بانکونه وتړل شول تر څو بيا ځينو دولتونو بانکونه تقويه کړل او ډېر وروسته حالت عادي حالت ته راغی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button