نړۍ

سوریه کې دروزیان څوک دي؛ اسراییل یې ولې ملاتړ کوي؟

اړوند خبرونه: 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، سوریه یوازې نه پرېږدي

ابو محمد جولاني: موږ نه غواړو چې سوریه د افغانستان په څېر شي

د سوریې د اسلامي دولت او د دغه هېواد د دروزي ټولنې ترمنځ له نښتو وروسته، اوس دې کوچني خو با‌نفوذه لږکي ته د نړیوالو پام اوښتی دی.

دروزیان څوک دي؟

دروزیان په خټه عرب دي چې د یوه جلا مذهب پیروان دي پیروان دي. د دوی مذهب له اسلام څخه سرچینه اخلي. دې مذهب، چې په یوولسمه میلادي پېړۍ کې رامنځته شوی، د اسلام ترڅنګ له نورو فلسفي دینونو لکه یوناني، افلاطوني، زردشتي، او هندي عقایدو الهام اخیستی دی. دوی په توحید، تناسخ او د حقیقت په لټه ټینګار کوي.

که څه هم ځینې سختدریځي سنيان دروزیان “کافر” ګڼي، د سوریې اسلامي ولسمشر احمد الشرع ویلي، دوی د سوریې د ټولنې برخه ګڼي او د هغوی له حقونو به دفاع وکړي.

دروزیان چیرې اوسي؟

دروزیان د لبنان، اردن، اسراییل، سوریې او د جولان په لوړو کې ژوند کوي، چې دې پراخې جغرافیایي سیمې دوی ته په منځني ختیځ کې ځانګړی سیاسي اهمیت ورکړی دی.

په سوریه کې دروزیان ډېری د هېواد په جنوب‌لوېدیځ کې، په سوېدا ولایت کې مېشت دي چې له اردن سره پوله لري، او همداراز په قنیطره ولایت کې چې جولان ته نژدې دی. یو شمېر یې د دمشق په شاوخوا سیمو کې دي.

په اسراییل کې بیا شاوخوا ۱۵۰ زره دروزیان ژوند کوي، چې د فلسطیني عربانو خلاف، د اسراییل په پوځ او پولیسو کې هم شامل دي. ځینې یې حتی لوړو پوځي رتبو ته رسیدلي، او د غزې په جګړو کې هم برخه اخلي. دا حالت د دې سبب شوی چې د اسراییل مشران دوی ته پاملرنه وکړي.

دا هم ولولئ:  متحده عربي اماراتو د پاکستان او افغانستان تر منځ د اوربند هرکلی وکړ

خو شاوخوا ۲۰ زره دروزیان چې د جولان په اشغالي سیمو کې اوسي، لا هم ځانونه سوریان ګڼي او د سوریې له دروزیانو سره کلکې اړیکي لري.

د دروزیانو سیاسي رول

دروزیان که څه هم لږکي دي، خو په خپلو هېوادونو کې د پام وړ سیاسي نفوذ لري. د بشار اسد د واکمنۍ پر مهال، دروزیانو د حکومت پر ‌ضد په مظاهرو کې برخه لرله، خو د سنیانو په څېر سخت ونه ځپل شول.

اوس مهال د دروزیانو یو شمېر مشران غواړي له مرکزي حکومت سره ښې اړیکې وساتي، خو نور، لکه شیخ حکمت الهاجري د دولتي ځواکونو پر وړاندې د مقاومت غوښتنه کوي، او له بهرنیو هېوادونو لکه اسراییل څخه مرسته غواړي. دا یوه لانجمنه مسئله ده چې ټول دروزي مشران یې نه‌مني.

د اسراییلو د لاسوهنې انګېزه څه ده؟

کله چې بشار اسد واکمن و، اسراییل د ایران د نفوذ د کمولو لپاره پر سوریې بمبارۍ کولې. اوس چې نوی اسلامي حکومت رامنځته شوی، اسراییل دا یو “جهادي تهدید” ګڼي او ویلي یې دي چې اجازه نه ‌ورکوي د حکومت پوځیان د سوریې په جنوب کې پراخ حضور ولري.

د همدې اوونۍ په ترڅ کې اسراییل اعلان وکړ چې د دروزیانو د ساتنې لپاره یې د سوریې پر حکومتي ځواکونو بریدونه کړي دي.

خو د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع، د اسراییل له بریدونو وروسته، په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل:

“د دروزیانو خوندیتوب او د هغوی حقوق زموږ لومړیتوب دی.”

هغه دروزیانو ته وویل:

“موږ هېڅکله اجازه نه ‌ورکوو چې تاسې د بهرنیو لاسوهنو ښکار شئ.”

الشرع، اسراییل تورن کړ چې له بشار اسد وروسته، د سوریې د بې‌ثباتۍ، ویش او د خلکو ترمنځ د تفرقې هڅه کوي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button