نړیوال خبرونه

سوریه کې د اسرائیلو هوايي بریدونه؛ دغه بریدونو کې ۴۰ کسان وژل شوي

په سوریه کې اسرائیلو هوايي بریدونه کړي چې ۴۰ کسان یې وژلي دي

اسرائیلو دا څووم ځل دی چې پر سوریه هوايي بریدونه کوي، دا ځل هم دغه هواد د ایران ملاتړي ډله په نښه کړي ده او په بمبار کې یې مرګ ژوبله ور اړولې.

نړیوالې رسنۍ وايي د سوریې حلب ښار ته نږدې په هوايي بریدونو کې لږترلږه ۳۶ کسان وژل شوي دي.‌

د سوریې دولتي خبري اژانس د پوځي سرچینو په حواله لیکلي چې اسرائیلو د پنجشنبې او جمعې ترمنځ د شپې پر ۱:۴۵ بجو څو ځایه هوايي ګوزارونه کړي‌ دي.

پر لبنانۍ وسله والې ډلې بریدونه

د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان (اېس ‌او‌ اېچ‌ ار) چې په بریتانیا کې مېشت دی وايي،‌ بریدونه د حلب نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه د ایران له ملاتړه د برخمنې لبنانۍ وسله والې ډلې ‘حزب‌الله’ د وسلو پر زېرمتونونه شوي دي.

اسرائیلي ځواکونه د غزې ښار مرکز ته ورسېدل

دغه سازمان، چې سوریه کې پراخې اړیکې لري، زیاتوي چې لسګونه کسان ټپي‌ شوي هم دي.

نور ولولئ: د حماس-اسراییل جګړه؛ حماس د جګړې تر پای ته نه رسېدو پورې د یرغمل شوو کسانو د نه خوشي کېدو ګواښ کړی

نور ولولئ: حماس-اسراییل جګړه: اسراییلیانو د فلسطیني کډوالو پر کمپ بمبارۍ کې ۷۰ کسان وژلي

د اسرائیل پوځ بي‌بي‌سي ته ویلي، چې دوی د بهرنیو رسنیو پر رپوټونو تبصره نه کوي.

رویټرز خبري اژانس د دوو امنیتي‌ سرچینو په حواله یوه خپاره کړي رپوټ کې په دغو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۸ ښودلی دی.

رپوټ کې راغلي چې په وژل شویو کې ۵ د حزب‌الله غړي دي.

په یادو بریدونو کې د سوریې پوځیانو وژل

بلخوا د سوریې دفاع وزارت بیا ویلي، په بریدونو کې د دوی یو شمېر پوځيان او ملکي خلک وژل شوي دي.‌

اسرائیلو په ۲۰۱۱ کال سوریه کې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې دغه هېواد کې سلګونه هوايي بریدونه کړي.

په دغو بریدونو کې تر ډېره د ایران متحدې ډلې په نښه شوې.

په غزه کې جګړه او منځني ختیځ ته د بلېنکن تازه سفر

سوریه کې د اسرائیلو هوايي‌ بریدونه تر هغې وروسته لا ډېر شوي،‌ چې د اکتوبر اوومه د فلسطین حماس غورځنګ پر اسرائیل برید وکړ او اسرائیلي‌ ځواکونو په غزه کې ځوابي عملیات پیل کړل.‌

حزب‌الله په بیا بیا د لبنان له سویله پر اسرائیل توغندي وروي.‌

د سوریې دفاع وزارت ویلي،‌ له دغو هوايي بریدونو سره هممهاله “ترهګرو ډلو” هم حلب کې ډرون بریدونه کړي‌ دي. خو دغه وزارت د نورې مرګژوبلې راپور نه دی ورکړی.

دا بریدونه داسې مهال کېږي چې په غزه کې د اسرائیلو او حماس ترمنځ درنه جګړه روانه ده.

 

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button