ټکنالوجي

سونامي، زلزلې، او سخت ژمی؛ د ځمکې سره د استرایډ د ټکر احتمالي پایلې

اړوند خبرونه:

داسې مخلوقات او تمدونونه شته چې کېدای شي انسانان ورسره اړیکه ونیولی شي

په زړه پورې کاینات؛ جیمز ویب د یوه لرې ستوري ښکلا ښيي

د “بنو“، په نوم سیاره‌ګۍ، چې ځمکې ته د نژدې کوچنیو سیارو په ډله کې شمېرل کېږي، په هرو شپږو کلونو کې یو ځل د ځمکې تر ټولو نژدې نقطې ته رسېږي. دا مهال، بنو له ځمکې څخه شاوخوا ۲۹۹ زره کیلومتره واټن لري.

د ځمکې سره د بنو د احتمالي ټکر په اړه اندېښنې

سره له دې، ساینسپوهان وایي چې دا سیاره‌ګۍ کېدای شي په راتلونکي کې زموږ کُرې ته لا زیاته رانژدې شي. د محاسبو له مخې، د ۲۱۸۲ کال د سپتمبر په میاشت کې له ځمکې سره د دې کوچنۍ سیارې د ټکر احتمال شته.

د نویو کمپیوټري ماډلونو پر بنسټ، که یوه سیاره‌ګۍ د ۵۰۰ مترو قطر ولري، لکه بنو، له ځمکې سره د ټکرېدو په صورت کې پراخ ویجاړی رامنځته کولی شي.

د دې سیاه‌ګۍ د ټکر احتمالي اغېزې

پر هغه ویجاړي سربېره، چې په مستقیم ډول یې پېښوي، داسې ټکر به له ۱۰۰ څخه تر ۴۰۰ میلیون ټنو پورې دوړې د ځمکې فضا ته پورته کړي. دا دوړې به له درې څخه تر څلورو کلونو پورې د ځمکې هوا، د اتموسفیر کیمیاوي ترکیب، او د نړیوال فوتوسنتیز بهیر ګډوډ کړي.

د جنوبي کوریا د پوسان پوهنتون د اقلیم فزیکي مرکز څېړونکی ډاکټر لان دای، چې د دې څېړنې مشري یې کړې، وایي:

“د لمر د رڼا کمښت، چې د دوړو له امله رامنځته کېږي، په نړیواله کچه یو ‘اغېزمن ژمی’ (Impact Winter) رامنځته کوي. دا به د تودوخې د کمېدو، د باران د کچې د ټیټېدو، او د ځمکې پر سطح د اقلیمي بدلونونو سبب شي.”

احتمالي اقلیمي بدلونونه

که داسي وشي، یعني دا لویه تیږه پر مځکه ولګېږي، د ځمکې د سطحې اوسطه تودوخه به د سانتي ګراد شاوخوا ۴ درجې راټیټه شي.

بارانونه به ۱۵٪ کم شي، او د نباتاتو د فوتوسنتیز کچه به له ۲۰٪ څخه تر ۳۰٪ پورې کمه شي.

ساینسپوهان خبرداری ورکوي چې د اوزون پرده به هم ۳۲٪ تخریب شي، ځکه چې دوړې د لمر تودوخه جذبوي، او دا به د ځمکې سطحه د زیات الټراوایلیټ (UV) وړانګو ته لوڅه پرېږدي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button