نړۍ خبرونه

سوډان کې اوربند وغځول شو خو جګړه لا هم روانه ده

د سوډان جګړه کې د ښکېلو اړخونو تر منځ درې ورځنی اوربند پای ته له رسېدو لږ مخکې یو څه نور وغځول شو

د ملګرو ملتونو، امریکا، بریتانیا او د سوډان ګاونډیو هېوادونو په منځګړیتوب دا اوربند د ۷۲ نورو ساعتونو لپاره غځول شوی دی.

بل لور د اوربند له اعلان سره سره له پلازمېنې خرطوم نه د پرلپسې درنو نښتو رپوټونه ورکول کېږي. له دې مخکې د درې ورځني اوربند په ترڅ کې زرګونو ځايي خلکو هڅه وکړه چې د جګړې له سیمو وتښتي او دغه راز لسګونو هېوادونو په سوډان کې د خپلو مېشتو وګړو ایستلو هڅه وکړه.

نور ولولئ: په سوډان کې له اوربند سره-سره د چاودنو او ډزو غږونه اورېدل شوي

د سوډان پوځ او مخالف نیمه پوځي یا ملېشه ځواک تر منځ د نژدې دوو اوونیو دې نښتو کې سلګونه خلک وژل شوي دي. د پنځشنبې پر ورځ سهار مهال د سوډان پوځ د مخکیني اوربند پر غځولو هوکړه اعلان کړه چې له ځايي وخت سره سم د شپې لس بجې پای ته رسېد او له هغه څو ساعته وروسته د پوځ مخالف چټک ملاتړ ځواک یا (ار اېس ایف) هم ورته اعلان وکړ.

له دې مخکې سویلي سوډان د اوربند مذاکراتو د کوربتوب وړاندیز کړی و او سوډاني پوځ هلته د استازو استول منلي وو

د امریکا بهرنیو چارو سکرتر انتوني بلېنکن په دې هکله ویلي: واشنګټن په خورا جدي توګه فعالیت کوي چې اوربند وغځول شي او په وینا یې په داسې حال کې چې بشپړ هم نه دی، خو له اوربند سره تاوتریخوالی کم شوی دی. د سپینې ماڼۍ ویاندې کارن جین- پیري بیا د ښاغلي بلېنکن برعکس وايي: وضعیت هره شېبه ناوړه بڼه خپلولای شي.

هلته په سوډان کې بیا د ار اېس ایف ځواک مسوولین او عیني شاهدان وايي چې پوځ په پلازمېنه کې خپل سنګرونه کلکوي. د سوډان له دارفور او نورو سیمو هم د نښتو رپوټونه ورکړل شوي دي.

نور ولولئ: د سوډان لارو او کوڅو کې د اوربند له اعلان سره- سره جګړه روانه ده

تر اوسه د سوډان په جګړه کې د ۵۱۲ کسانو وژل کېدو او ۴۲۰۰ کسانو ټپي کېدو رپوټونه ورکړل شوي دي، خو ښايي کره شمېر تر دې خورا زیات وي. د روغتیا نړیوال سازمان مسوولین وايي، د لوږې او خدماتو نشتوالي له کبله د لا نورو ډېرو مړینو وېره ده. په سوډان کې دننه روغتیايي چارواکي وايي، د کړکېچ په سیمو کې روغتیايي خدمتونه په نشت حساب دي او د پلازمېنې خرطوم ۶۰ سلنه روغتیايي مرکزونه غیر فعال دي.

 

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button