سوېلي کوریا کې د تکواندو جام؛ افغان لوبغاړو څلور مهمې سیالۍ وګټلې
سوېلی کوریا کې د تکواندو جام سیاليو کې افغان لوبغاړو څلور مهمې لوبډلې ماتې کړې دي
د سوېلي کوریا په موجو ښار کې د کیم اون یونګ تکواندو جام سیالۍ نن پیل شوې او افغان لوبغاړو پکې څلور ارزښتناک بري وګټل. محسن رضايي په ۸۵ کیلوګرامه وزن کې دوه بري وګټل او حکمت الله زین په ۶۸ او رامین امیني هم په ۵۴ کیلوګرامه وزن کې خپل سیالان مات کړل.
د افغانستان تکواندو ملي لوبډلې اته لوبغاړي دې سیالیو کې ګډون لري.
افغان لوبغاړي د برونزو مډال هم خپل کړ
دغه افغان لوبغاړي په دې لوبو کې د برونزو مډال هم خپل کړ او دغه ویاړ یې افغانستان ته وګاټه.
محسن رضايي اوله سیالۍ کې امریکايي لوبغاړی مات کړ او بل پړاو کې یې د سوېلي کوریا ورزشکار ته ماتې ور کړه او نیمه پایلوبې ته ووت، چې د برونزو مډال ګټل باوري کړي.
د محسن رضايي راتلونکې سیالي له اسټرالیايي تکواندو لوبغاړي سره ده.
دغه افغان لوبغاړی په ۲۰۲۱ کال کې د اسیال اتلولي ګټلې وه.
نور ولولئ: افغان کرکټ ټیم پاکستان ته پرلپسې دویمه ماتې ورکړه
په بله سیالۍ کې رامین امیني هم په ۵۴ کیلوګرامه وزن کې کوریایی لوبغاړی مات کړ او نیمه پایلوبې ته ووت.
کیم اون یونګ جام د عمر له مخې درې پړاوونو د لوبغاړو ترمنځ سیالۍ دي چې ځلموټي، ځلمیان او مشران پکې راځي.
د دې جام په پای کې د افغانستان تکواندو ملي لوبډله د کوریا چون چان ته ځي او د تکواندو نړیوالو ازادو سیالیو کې ګډون کوي.
بل لور ته فوټسال لوبډله هم وخوځېده
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د منځنۍ اسیا د فوټسال په سیالیو کې د دویم مقام ترلاسه کولو وروسته په نېږدې ورځو کې تایلینډ ته ځي، دغه سیالۍ په دوه ډلو کې د ټایلنډ، چک جمهوريت، سلیمان ټاپو، میانمار، موزامبیک او د افغانستان لوبډلې په موجودیت ترسره کیږي.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د دغه ټورنمنټ په دویم ګروپ کې د چک جمهوريت او موزامبیک لوبډلو سره یوځای ده. په لومړي ګروپ کې د ټایلنډ، سلیمان ټاپو او میانمار لوبډلې هم شته.
نور ولولئ: فوټبال: افغان ښځینه لوبډلې د بریتانیا پارلمان ښځینه لوبډله ماته کړه
دغه سیالۍ به شپږ ورځې وروسته د اګسټ په اومه نېټه د دوشنبې په ورځ پیل شي او افغانستان به خپله لومړنی لوبه د چک جمهوریت پر وړاندې ترسره کړي. چک جمهوریت د فوټسال په وروستۍ نړۍ والۍ رده بندۍ کې یوویشتم او په اروپا کې څوارلسم ځای لري. همداراز افغانستان هم په نړۍ والې رده بندۍ کې شپږشپیتم او په اسیا کې څوارلسم ځای لري.
هغه لوبډلې چې په ګروپونو کې لومړۍ او دویم ځای خپلوي، نیمه پایلوبې ته لار مومي او د دواړو ګروپونو درېیمې لوبډلې به د پنځم او شپږم مقام لپاره سیالي کوي.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به له دې سیالیو وروسته د اسیا د فوټسال جام مقدماتي سیالیو ته لاړه شي.