سپورټ

سوېل ختیځ ولایت خوست کې تر ټولو لوی ورزشي کمپلکس جوړېږي

اړوند خبر: 

په خوست ولایت کې د «۱۰۰» کسانو ډلییز قبر موندل شوی

د ا.ا چارواکو لخوا د خوست مرکز کې د څلور ميليون امريکايي ډالرو په لګښت په ۱۰ جریبه دولتي ځمکه کې د يوه ورزشي کمپلکس د جوړېدو چارې پيل شوې.

مستغفر ګربز تېره ورځ(جمعه، چنګاښ ۱۳مه) پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې دغه کمپلېکس د نجيب تلاش خیریه بنسټ له لوري د شاوخوا څلور مېلیونه امریکایي ډالرو په لګښت، په ۱۰ جریبه دولتي ځمکه، په ۱۴ میاشتو کې جوړ شي.

د ورزشي کمپلېکس په طرحه کې یو معیاري فوټبال لوبغالی، والیبال او ټینس میدانونه، د بدن روزنې کلب، اداري ودانۍ او د کارکوونکو لپاره پخلنځی شامل دی. د ا.ا په وینا، دا به د اسیا په کچه یو معیاري او پرمختللی ورزشي مرکز وي.

د ځوانانو د چارو ځايي مسوولینو په وینا، د دې کمپلېکس جوړېدو سره به نه یوازې د خوست، بلکې د شاوخوا ولایتونو ورزشکارانو ته هم د تمرین او سیالیو زمینه برابره شي.

د ياد سپورتي کمپلکس جوړونکي نجيب‌الله تلاش ویلي، دغه کمپلکس به د فوټبال، واليبال او نورو ورزشونو معياري لوبغالو ترڅنګ، نورې اسانتياوې هم ولري او دغه اقدام يې د ورزش د ودې او پراختيا لپاره کړی دی.

باید وویل شي چې د دغه پروژې ټول لګښت د يوه بهر ميشتي افغان لخوا ورکول کیږي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button