نړیوال خبرونه

سيګار: د امریکا نغدي مرستې کیدای شي د طالبانو لاس ته ورشي

د افغانستان د بیارغوني په چارو کې د متحدو ایالتونو سرمفتش جان ساپکو د امریکایي قانون جوړونکو ته خبرداری ورکړ چې له افغانستان سره د امریکا مرستې ښایي د طالبانو لاس ته ورشي هغه د بایډن حکومت د څیړنو په وړاندې د خنډ په رامنځته کېدو تورن کړ هغه څه چې سپینې ماڼۍ رد کړي دي

ښاغلي ساپکو چې د امریکا د استازو مجلس د څارنې کمیتې په استماعیه غونډه کې خبري کولې وویل:” له بده مرغه زه دې کمیتې او امریکایي مالیه ورکوونکو ته تضمین نشم ورکولی چې موږ اوسمهال طالبان نه تمویلوو.”

د سیګار مشر همدارنګه قانون جوړونکو ته وویل: دا اطمینان هم نشي ورکولی چې هغه پیسې چې امریکا د نظر وړ کسانو ته استوي کوم چې د افغانستان بیوزله خلک دي، طالبان یې نه ترلاسه کوي.

ساپکو په داسې حال کې دغه افشاګانې وکړې چې د امریکا د استازو مجلس جمهوري‌ غوښتونکي چې اوس اکثریت دي هڅه کوي د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د جنجالي وتلو د مدیریت په اړه د بایډن حکومت مسوول وګڼي.

نور ولولئ: سیګار: د اشرف غني وتلو پر مهال د پیسو لېږد په اړه مو د ځینو پوښتنو ځواب ترلاسه کړ

ساپکو وویل:”که هدف له افغانانو سره مرسته وي، موږ باید اغیزناکه څار ولرو څو ډاډ رامنځته شي چې پیسې یادو کسانو ته رسیږي نه یو شمیر طالبانو ته. غواړم یوازې ووایم ما کوم وږی طالب جنګیالی پر ټلویزیون نه دی لیدلی.”

خو ښاغلي ساپکو وویل پر ټلویزیون یې ډیر وږي افغان ماشومان لیدلي دي او له همدې امله متعجب دی چې دا ټولې مرستې چیرته ځي. نوموړي زیاته کړه طالبان ټول چاغ او خوشاله ښکاري.

له څيړنو سره د همکارۍ نشتوالی

ساپکو د کانګرس غړو ته د وینا پرمهال وویل چې کار له دې امله سخت شوی چې د وتلو له وخته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د نړیوالې پراختیا لپاره د متحدو ایالتونو ادارې د هغه له تحقیقاتو سره همکاري نده کړې او دی اړ شوی چې ضروري اسنادو او مالوماتو ته د لاسرسي په خاطر د قانون جوړونکو مرسته وغواړي.

جمهوري غوښتونکي استازي ډیر ژر د ساپکو له انتقاداتو سره همغږي شول او حتا په کمیته کې یوه دیموکرات استازي کیوسي امفومې وویل د یادو اداراتو نه همکاري د تاسف وړ ده.

خو د سپینې مانۍ ویاندې کارین جین پییر وویل: حکومت د دواړو ګوندونو غړو او د هغوی همکارانو ته د زرګونو پاڼو اسنادو، شننو او پوښتنو ته د کتبي ځوابونو په ګډون په دوامدار ډول مالومات او تازه جزیات مهیا کړي دي.

سپینې ماڼۍ د استازو مجلس د څارنې د کمیتې له خوا دغه استماعیه غونډه د پام اړولو لپاره د جمهوري غوښتونکو یو بل مثال وباله.

نور ولولئ: سیګار: له افغانستان سره د امریکا پراختیايي مرستې په بشپړه توګه ودرول شوې

د استازو په مجلس کې دا استماعیه غونډه په داسې حال کې وشوه چې سپینې ماڼۍ یوه اوونۍ مخکې په ۱۲ پاڼو کې د یاد هېواد د اوږدې جګړې د ختمېدو په اړه د متحدو ایالتونو د سیاستونو خلاصه خپره کړه.

جمهوري غوښتونکي چې د افغانستان په اړه د بایډن مدیریت “ناورین” او د رهبري سخته ماته بولي د حکومت پر څیړنه انتقاد کړی دی.

سپینې ماڼۍ تیره اوونۍ راپور په خصوصي ډول کانګرس ته وسپاړه خو دغه مالومات په لوړه کچه محرم ساتل شوي او په علني ډول به خپاره نشي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button