ژوندنړیوال خبرونه

سيګار وايي امريکا له افغانستان سره د بشري مرستو تر ټولو لوی بسپنه ورکوونکی هیواد پاتې شوی

د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا د څار اداره یا سیګار وایي چې د امریکا متحده ایالات تر اوسه له افغانستان سره د بشري مرستو تر ټولو لوی بسپنه ورکوونکی پاتې شوی دی

سیګار پرون په څو ټویټونو کې ویلي چې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا د شمېرو له‌ مخې په تېر ۲۰۲۲ ميلادي کال کې له افغانستان سره د بشري مرستو د پروګرامونو په برخه کې درې ميلیارډ او شل ميلیون ډالرو او په وړم ۲۰۲۱ ميلادي کال کې هم د ۲ ملیارډ او ۱۶۰ ميلیون ډالرو مرسته شوې ده.

د سیګار په خبره متحده ایالات په دواړو کلونو کې لوی مرستندوی پاتې شوی چې تېر کال یې ۶۲۰ ميلیون او وړم کال یې ۴۴۰ ميلیون ډالره مرسته کړې ده.

ملګروملتونو د روان کال لپاره په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د ۴،۶ میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې که له افغانستان سره بسپنه کمه شي په دې هېواد کې به لوږه پراخه شي.

نور ولولئ: سیګار: له افغانستان سره د امریکا پراختیايي مرستې په بشپړه توګه ودرول شوې

ملګرو ملتونو پرون یکشنبه په یوه ټویټ کې ویلي چې د مرستو د کمېدو په نتیجه کې روانه میلادي میاشت په افغانستان کې لږ تر لږه له څلور ميلیون وګړو سره د ژوند ژغورنې مرستې کمې شوې دي.

د خوړو نړيوال پروګرام بيا د مرستو د ډېرېدو غوښتنه کړې ده

په ورته مهال کې د خوړو نړیوال پروګرام تېره اوونۍ خبرداری ورکړ چې د نړیوالو د بشري مرستو د نه دوام په صورت کې به په دې هېواد کې لوږه ډېره پراخه شي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ویاند وحید الله اماني وايي چې پروګرام یې په پام کې لري چې په اپریل میاشت کې ۱۳ ميلیون کسانو ته د خوراکي توکو مرستې ورسوي.

نوموړي ويلي چې که نوې مالي سرچینې په واک کې ورنه ‌کړل شي نو دوی به یوازې څلور ميلیون کسانو ته مرستې ورسولی شي. دې پروګرام ویلي چې ۹۳ ميلیون امریکايي ډالرو ته اړتیا لري.

د دغو مرستو سره- سره لا هم په افغانستان کې تر ۹۰٪ زيات کسان د فقر تر خط لاندې ژوند کوي چې د ژوند لومړنيو وسايلو ته لاسرسی نه لري.

د وروسته پاتې هيوادونو ډېره تکيه په بهرنيو مرستو وي او تر څو چې خپلو کورنيو توليداتو ته وده ورنه کړي اقتصادي ثبات ته نه شي رسيدلی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button