سپاه پاسداران تایید کړه: علي رضا تنګسیري د اسراییلو په برید کې وژل شوی

سپاه پاسداران په رسمي ډول د خپل سمندري ځواک د قوماندان علي رضا تنګسیري وژل کېدل تایید کړل. نوموړی د اسراییلو او امریکا په یو ګډ هوايي برید کې په نښه شوی و.
د ایران سپاه پاسدارانو په رسمي ډول تایید کړه چې د دغې ډلې د سمندري ځواکونو یو له خورا نفوذ لرونکو قوماندانانو څخه، علي رضا تنګسیري د اسراییلو او امریکا په بریدونو کې وژل شوی دی. دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې په سیمه کې نظامي کړکېچ خپل اوج ته رسېدلی او د ایران لوړپوړي پوځي مشران په نښه کېږي.

د سپاه پاسداران د بحري ځواکونو قوماندان علي رضا تنګسیري څوک و؟
د اسراییلو د دفاع وزیر یسرایل کاټز څو ورځې وړاندې په یوه امنیتي ناسته کې اعلان وکړ چې نوموړی په یوه دقیق هوايي برید کې له منځه وړل شوی دی. نوموړي د ایران په سمندري ستراتیژۍ کې کلیدي رول درلود او د سپاه پاسداران د رهبرۍ یو له باوري کسانو څخه و، چې د ساحلي سیمو امنیت یې پر غاړه و.
د هرمز تنګي د بندولو مسوول؛ علي رضا تنګسیري
یسرایل کاټز د دغه برید د انګېزې په اړه ویلي چې علي رضا تنګسیري په سمندر کې د ماینونو د ایښودلو او د هرمز تنګي د بندولو د هڅو مستقیم مسوول و. د اسراییلو د دفاع وزارت په وینا، علي رضا تنګسیري د نړیوالې سمندري کښتۍ چلونې او د تېلو د لېږد-رالېږد لپاره یو جدي ګواښ و، ځکه یې د هغه وژل یوه لویه پوځي بریا وبلله.

سپاه پاسداران په یوه ځانګړې اعلامیه کې ویلي چې دغه جنرال د ایران په سویل ساحل کې په نښه شوی و. په دغه بیان کې د هغه د مړینې په اړه راغلي: «علي رضا تنګسیري، چې د ځواکونو د تنظیم او د ټاپوګانو د دفاعي ډال د پیاوړتیا په وخت کې ورباندې د یرغلګرو لخوا برید شوی و، د سختو ټپونو له امله د لقا الله سره یوځای شو.»
د یادولو وړ ده چې د علي رضا تنګسیري نوم اوس د هغو لسګونو لوړپوړو قوماندانانو په لېست کې شامل شو چې په تېرو څو کلونو کې د امریکا او اسراییلو په بریدونو کې وژل شوي دي. دا پېښه ښيي چې په سیمه کې استخباراتي او هوايي بریدونه خورا ګړندي شوي دي. د علي رضا تنګسیري وژل کېدل به بې له شکه د ایران د سمندري ځواکونو پر راتلونکو عملیاتو او پلانونو ژوره اغېزه وکړي.




