افغانستانسیمه‌ییز

سپنتا وايي چې کرزی د طالبانو د بندي په څېر دی

رنګین دادفر سپنتا د افغانستان پخواني ولسمشر حالت د طالبانو د بندي په څېر بللی دی

طالبان کرزي ته بهر ته د تګ اجازه نه لري او څوک چې له حامد کرزي سره ملاقات کوي، نو هغه د طالبانو لخوا لېست کېږي او بیا ورته د ملاقات یا له کرزي سره د لیدو اجازه ورکول کېږي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي نږدې کس او د واکمنۍ پر مهال یې د ملي امنیت سلاکار او د بهرنیو چارو وزیر رنګین دادفر سپنتا په کابل کې د کرزي د ژوند او وضعیت په اړه تبصرې کړي.

هغه ویلي چې کرزی له څه باندې یوه کال راهیسې د طالبانو د بندي په شان کابل کې ژوند کوي.

بهر ته د تګ اجازه نه لري

د سپنتا په وینا، طالبان کرزي ته ان په بهرنیو هېوادونو کې د درملنې اجازه نه ورکوي او پر لیدنو- کتنو یې هم محدودیتونه لګول شوي.

هغه په دې اړه نور جزییات ورنه کړل او ویې نه ویل چې خپله یې کرزي سره اړیکې شته کنه؟

حامد کرزی د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره په کابل کې پاتې او خپله یې هم څو ځله پر ده د محدودیتونو خبر ورکړی.

نور ولولئ: کرزی د نجونو ښوونځي نه پرانیستل به هېواد ته ډېر زیان ورسوي

نور ولولئ: حامد کرزی: افغانستان کې باید نجونو ته د زده‌کړو حق ورکړل شي

کرزي ته نږدې سرچینو تایید کړې وه چې ځینو هېوادونو ته یې د سفر مخنیوی شوی.

حامد کرزی د خپلې واکمنۍ پر مهال هم د طالبانو په پلوۍ او ورته په « ورور» ویلو د منتقدانو له نیوکو سره مخ شوی و.

د روغې جوړې لپاره د کرزي هڅې

د هغه پلویان بیا کرزی « ملي مشر» بولي چې په وینا یې د ملي روغې – جوړې لپاره یې له پيله هڅې کولې.

مخالفان یې بیا وایي چې په ۲۰۱۱ کې د طالبانو د قطر دفتر له پرانیستل کېدو وروسته د دغه دفتر پر بندېدو د کرزي ټینګار او د سولې د هغه مهال د هڅو ناکامول له سولې سره د کرزي ستره جفا وه.

له دې سره، رنګین سپنتا په خپله تازه مرکه کې حامد کرزی د افغانستان یو« وګړی» وباله او په وینا یې د ملي روغې- جوړې په تړاو د هغه نظرونه د یوه « وګړي» په توګه د کرزي حق دي.

طالبانو بیا ویلي چې کرزی او نور پخواني چارواکي هیڅوک هم نظر بند او د دوی تر فشار لاندې نه دي.

حامد کرزي په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي وو چې د زور له لارې د طالبانو د رژیم له نسکورولو سره مخالف دی، خو له طالبانو هم غواړي چې د نجونو د زده کړو تر څنګ د خلکو نورې غوښتنې ومني او د بین الافغاني مذاکراتو له لارې ملي روغه جوړه راولي.

د یادونې وړ ده چې پر پخوانیو چارواکو د سفر او لیدنو کتنو محدودیتونه زیات شوي دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button