سپینه ماڼۍ: ددې وخت رارسېدلی چې افغانستان کې بدلون له داخله پیل شي

اړوند خبرونه:
ډونلډ ټرمپ ویلي چې بایډن په افغانستان کې د امریکا عزت خاورې کړ
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې، د امریکا دايمي استازې ډوروتي شیا وویل، چې امریکا د افغانستان په اړه خپله تګلاره له سره ارزوي.
شیا زیاته کړه، چې د امریکا.- افغانستان پالیسي دمګړۍ تر بیاکتنې لاندې ده.
نوموړې زیاته کړه چې ډونالډ ټرمپ او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو څرګنده کړې چې د حکومت تمرکز محدود شوی دی.
دوی زیاته کړې: “د امریکایانو ساتنه، د ترهګرۍ له ګواښونو مخنیوی، او د ټولو بندیانو خوشې کول زموږ تر ټولو مهم لومړیتوبونه دي.”
د امریکا دايمي استازې ډوروتي شیا په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو بیا واک ته تر رسېدو وروسته د نړیوالې ټولنې د مرستو پر تګلارې هم نیوکه وکړه او دا تګلاره یې «لنډ مهاله» او د ځمکنۍ وضعې د بدلون لپاره بې اغېزې وبلله.
هغه ټینګار وکړ: “زموږ د ګډو ګټو لپاره اړینه ده چې ډاډ ترلاسه شي افغانستان بیا هېڅکله ترهګرو ته پناه نه ورکوي، د یرغملنیونې په دیپلوماسۍ کې ښکېل نه وي، او د سیمې د ثبات لپاره د مثبت رول لوبوونکی وي.”
شیا وویل چې بدلون باید د افغانستان له دننه راپورته شي، او هیله یې وښوده چې نړیواله ټولنه دې یو موټی شي تر څو اغېزمنې پایلې ترلاسه کړي.
خو یو شمېر سیاسي شنونکي وايي، امریکا یو ځل بیا افغانستان کې د خپلو ګټو د خوندیبوب لپاره تاوتریخوالي ته لمن وهي.