نړیوال خبرونه

سپینه ماڼۍ: طالبان یوازیني افغانان نه دي چې د افغانستان په راتلونکي کې ونډه ولري

امریکا وايي چې د دوحې په غونډه کې د طالبانو نه ګډون د حیرانتیا خبره نه ده، ځکه دوی نورې موخې تعقیبوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دوحې په غونډه کې د طالبانو نه ګډون د حیرانتیا خبره نه‌ده او طالبان نورې موخې تعقيبوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوحې په غونډه کې د طالبانو نه ګډون ته په اشارې سره وايي، طالبان یوازيني افغانان نه‌دي چې د افغانستان په راتلونکي کې ونډه لري.

د دغه وزارت ویاند متیو مېلر د سه‌شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل، طالبان د دوحې په غونډه کې ځکه ګډون ونه‌کړ چې د ده په وینا دوی بېلابېلې موخې تعقیبوي. خو هغه په ډاګه نه‌کړه چې طالبان کومې موخې تعقیبوي.

د دوحې په غونډه کې د طالبانو نه ګډون

نوموړي د دوحې په ناسته کې د طالبانو د استازي د برخې نه اخيستلو او د افغانستان د مدني ټولنې له استازو سره د روسیې او ایران د استازو د په څنډه کېدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: “طالبان یوازيني افغانان نه‌دي چې د افغانستان په راتلونکې کې ونډه لري.”

نور ولولئ: د امریکا بهرنیو چارو وزیر له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه سمه وبلل

نور ولولئ: د افغان ځواکونو په تړاو د کانګرېس ناستې په اړه د امریکا بهرنیو چارو وزارت خاموشي

نور ولولئ: میتو میلر: افغانستان زموږ تر څار لاندې دی، د القاعده مشر وژنه یې ښه ثبوت دی

نوموړي دغو دواړو هېوادونو ته سپارښتنه وکړه چې نه یوازې له طالبانو سره بلکې د افغانستان له مدني ټولنې سره هم اړيکې بايد ولري.

usa1
طالب جنګیالي

د روسیې او ایران ځانګړو استازو د دوحې په غونډه کې د افغان ښځو د حقونو او د مدني ټولنې له پنځه استازو سره له لیدو ډډه وکړه.

د میلر څرګندونو ته د طالبانو غبرګون

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دوی تر واک لاندې ملي راډیو تلوېزیون ته د متیو مېلر څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، د دوی حکومت د افغانستان استازیتوب کوي او امریکا په تېرو شلو کلونو کې د خپلې مداخلې خوند څکلی او باید خپلې تېروتنې تکرار نه کړي.

متيو مېلر دا هم ویلي، امریکا بشري حقونو ته د طالبانو پر درناوي او افغانستان د ترهګرۍ پر مرکز د بدلېدو پر مخنیوي ټینګار کړی دی.

مېلر وايي: د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو په ځانګړي توګه د نجونو او ښځو حقونو ته د درناوي په اړه اندېښنې دي.

هغه وویل: “موږ د يو څو مسئلو د په لاس راوړلو په هڅه کې يو. لومړی دا چې افغانستان د ترهګرو په ګرم مرکز بدل نه‌شي ترڅو په نورو هېوادونو هم اغېزه وکړي، دوهم د ټولګډونه او هراړخیز حکومت رامنځته کول دي چې ټول اړخونه په‌کې شتون ولري او درېیم د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو په ځانګړي توګه د نجونو او ښځو حقونو ته د درناوي په اړه اندېښنې دي.”

د یادونې  وړ ده چې طالبان خپل اوسنی رژیم د ټولو افغانانو بولي، خو په اصل کې داخلي او نړیوال مشروعیت نه لري.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button