نړیوال خبرونه

سپین بولدک – چمن دروازه کې د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو شخړه

پر ډیورنډ کرښه د کندهار د سپین بولدک او چمن ترمنځ پر دروازې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ نښته شوې. بولدک ته نږدې ځینو سرچینې ویلي چې نښته په ځايي وخت شاوخوا دولس بجې پیل شوه او تر مازیګر لا روانه وه. دې نښته کې تر دې دمه د شپږ کسانو د مړینې او د ۲۵ نورو د ټپي کېدو پخلی شوی.

چمن کې یوه ځايي خبریال سردار محمد خوندي ویلي د دې ضلعې ولسوال جمعه داد مندوخیل ورته ویلي چې د چمن روغتونونو ته یې د چمتووالی سپارښتنه کړې. ښاغلی خوندي وايي د چمن او سپين بولدک ترمنځ پر کرښه د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته لومړی د زاړه کلي او شنه تالاو شاوخوا وه، خو وروسته اډهې کهاله، لقمان کلي، کلي مازل او شاوخوا سيمو کې هم وغځېده.

نور یی ولوله | ازبکستان د افغانستان، ایران او هند له چابهار هوکړې سره ‘یو ځای شو

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: “د کندهار په سپین بولدک کې له پاکستاني ساتونکو سره یوه محلي ستونزه پیښه شوې، متاسفانه چي لومړۍ ډزې د پاکستاني ساتونکو له لوري شوي دي.” نوموړي زیاته کړې چې “اوس حالات کابو دي.”

د رپوټونو له مخي دا نښته تر هغې ورسته پیل شوه، چې پاکستاني پوله ساتو ځواکونو پر ډیورنډ کرښه یو ور اوښتونکی افغان ماشومان وهلی. خو ښاغلی مجاهد وايي “موږ به په دې اړه بشپړه پلټنه وکړو چې دا پېښه ولې رامنځته شوې ده.” ویل کېږي تر نښتې وروسته سیمې ته ګڼ شمېر اضافه طالب ځواکونه استول شوي دي.

پر خواله رسنۍ خپرو شويو تصویرونو کې لیدل کېږي چې طالب ځواکونه د جګړې سیمي ته ور روان دي او په سیمه کې عام خلک یې د ستایني په پار راوتلي او بدرګه کوي ېې. په وروستیو کي د سپین بولدک – چمن ترمنځ ویش دروازه باندې له مساپرو او کارباریانو سره د پاکستاني ځواکونو د بد چلند ریپوټونه زیات شوي دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button