کورني خبرونه

سږکال له افغانستانه ۳۰زره کسان حج ته ځي، خو له ۱۴زرو زیات طالبان دي

معلومات ښيي چې د حج سهمیه د طالبانو د امیر او وزیرانو ترمنځ وېشل شوي ده

د طالبانو تر کنټرول لاندې د چارو ادارې یو لوړ پوړي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې سږ کال به د ۳۰ زره حاجیانو له ونډې ۱۴ زره ۲ سوه د طالبانو غړي حج ته ځي.

دغه سرچینه وايي، چې سږکال سعودي عربستان افغانستان ته د دېرش زرو حاجیانو سهم ورکړی، چې د طالبانو د حج او اوقافو وزارت یوازې د ۵ زره ۵ سوه د حاجیانو سهم د ملا هبت الله دفتر ته ورکړی دی او نوموړي دغه سهم په کندهار، هلمند، زابل، هرات، ننګرهار، پکتیا، کابل، خوست، لوګر، غزني، بلخ، کندوز، کونړ، بدخشان او یو شمېر نورو ولایتونو کې پر خپلو ملګرو او طالبي ملایانو وېشلی دی.

ولایتونو کې ریاستونو ته سهمیه ورکول

د سرچینې په خبره، چې دوه زره تنو سهم(ونډه) د طالبانو ریاست الوزرا ته ورکړل شوی دی، چې له مخې یې د ریاست الوزرا هر مرستیال د درې سوه کسانو د معرفي کولو حق لري.

د چارو ادارې دغه سرچینه زیاتوي: ” سراج الدین حقاني ته د ۵ سوه کسانو او ملا یعقوب ته د ۳ سوه کسانو سهمیه ورکړل شوې ده”.

نور ولولئ: طالبانو په کابل کې د حجاب نه مراعتولو په تور ځینې نجونې نیولې او نامعلوم ځای ته یې انتقال کړي

نور ولولئ: د افغانستان د حج 2023 پیکج

د یادې سرچینې د معلوماتو له مخې؛ د طالبانو د حج او اوقافو وزیر او د دغه وزارت مرستیالانو ته د زر کسانو ونډه ځانګړې شوې ده، چې په یو شمېر ولایاتو کې یې د حج او اوقافو د وزارت له خوا د مسجدونو طالب فکره ملایانو ته حج ته د تللو ونډه ورکړې ده.

یوازې د طالبانو تر منځ قرعه کشي

د چارو ادارې یاده سرچینه زیاتوي، چې ۱۱ سوه کسانو سهمیه د طالبانو تر کنټرول لاندې ۲۲ وزراتونو او مستقلو ادارو باندې وېشل شوي دي، چې د هرې ادارې د لومړي شخص په لاسلیک معرفي شوی شخص حج ته د تللو حق لري.

د سرچینې په خبره، چې پاتې ۴۸۰۰ کسانو سهمیه په مختلفو ولایاتو کې د حج او اوقافو ریاستونو ته ورکړل شوي، چې یوازې طالبان ورته نوملیکنه کولی شي او قرعه کشي به یوازې د طالبانو تر منځ پکې کیږي.

خلک له طالبانو غواړي چې د حج د فریضې په ادا کولو کې ولس ته خپل حقوق ورکړي، خو طالبانو بیا تر دې دمه د ولس دغه غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button