اقتصاد او سوداګري

سږ کال دوردګومڼې دتېر کال په پرتله ښه حاصلات لري

سږ کال دوردګومڼې دتېر کال په پرتله ښه حاصلات لري دمیدان وردګو ولایت مڼې د افغانستان په کچه له غوره تولیداتو څخه دي چې هرکال ورڅخه د دې سیمې خلک ښه ګټه اخلي له دې لارې عایدات هم ترلاسه کوي او خپل روزمره ژوندورباندې کوي

روان کال د میدان وردګو ولایت د مڼو حاصلات ۱۲۰زره میټریکه ټنو ته رسیدلی او ښايي دا شمېره تر مخکې  لوړه وي له دې ولایت څخه تل د ۱۰۰ مټریکه ټنه څخه تر ۱۳۰ زره مټریکه ټنه د مڼې حاصلات تولیدوي د میدان وردګ ولایت یو کرنیز او سرسبزه ولایت دید کلونو په تيردو، د بي شميره هواي دهليزونو با وجود حکومت نه دي توانيدلي د میدان وردګو ولايت د مڼو د حاصلاتو لپاره د خرڅلاو سالم مارکيټ پيدا کړي،او په خلکو او نورو ملکونو ېې وپلوري.د افغانستان د هر ولایت د دې غوره تولیداتو ترڅڼګ بیاهم میوو، او تولیداتو ته مارکیټ نلرو ترڅو کروندګر د خپلو خواریو ښه نتیجه واخلي او له دې برخې څخه ګټه ترلاسه کړي.

نور خبرونه: د افغان عسکرو او نظامي سکتور سره د امریکا ملاتړ دوام کوي

افغانستان کې د نورو شیانو په پرتله ميوه ډېر حاصلات لري او اکثره ولایاتو کې عام وګړي او غټ تجاران د میوې د پلورلو تجارت کوي زمونړ هېواد په ټوله نړی کې په ښه لمده او وچه مشهور دی خو د دولت د نه توجوع له امله دغه سکتور هم په سمه توګه پرمختګ ندی کړی خو تجاران او عامو وګړو په خپلو شخصي دوستیو او تعلقاتو دغه سکتور مخې ته وړي او په نورو ملکونو ېې پلوري دويي د دولت نه غوښتنه کوي چې باید دې سکتور ته پاملرنه وکړي ترڅو د دويي زحمتونه او خواری بې خایه نشي

که چرته افغان تولیدات اومیوې د افغانستان په نوم بهرنیو هېوادونو ته ولاړې شي نو لیري نه ده چې افغانستان به په دې برخه کې په نړیوال بازار کې خورا ښه نوم ولري ځکه کوم توکي او میوې چې له افغانستانه بهرنیو هېوادونو ته وړل شوې له ښه نوم څخه برخمنې شوې او افغانستان ته يې لوی نوم ورکړی نو دولت ته پکار دي چې باید دغه سکتور ته ځانګړې پاملرنه وکړي ترڅو مونږ په نړیواله کچه پرمختللي ملکونو ته زمون د میوو تولیدات ورسیږي او زمونږ لا نور هم نوم پیدا کړي او پرمختګ وکړي.

سږ کال دوردګومڼې دتېر کال په پرتله ښه حاصلات لري
سږ کال دوردګومڼې دتېر کال په پرتله ښه حاصلات لري

اوس پوښتنه داده چې تش په نوم هوايي دهلیزونه ولې نتیجه نه ورکوي او د میدان وردګ د مڼو غوندي غوره میوو، ته ولې لاهم مارکیټ نشته ؟ افغان دولت ادعاکړې چې اوس مهال د بندرونو او هوايي دهلیزونو له لارې بهرنیو هېوادونو ته خپل توکي لیږي خو تراوسه د عامو افغانانو لپاره دې بندرونو او هوايي دهلیزونو هیڅ ګټه نه ده کړې او دا خلک غوښتنه لري ترڅو په سمه توګه يې تولیداتو  ته مارکیټ او بازار پیدا شي ترڅو په کلني ډول خپل عایدات په سمه توګه ترلاسه شي.او هېواد مو اقتصادي پرمختګ وکړي

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button