هنر، ادبیات او افغاني کلتور – شاعري، موسیقي او فرهنګي پیښې

سیاحتي سیمو د پېژندنې لپاره بلخ کې انځوریز نندارتون جوړ شو

په بلخ کې د تاریخي، فرهنګي او سیاحتي سیمو د معرفي کولو لپاره انځوریز نندارتون جوړ شوی دی. د نندارتون موخه کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ته د دغه ولایت د مهمو ځایونو ورپېژندل او د سیاحت وده ښودل شوې ده.

دغه نندارتون د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د بلخ ولسوالۍ په تاریخي نه‌ګنبدي جومات کې جوړ شوی و.

په نندارتون کې د بلخ د بېلابېلو تاریخي، فرهنګي او طبیعي ځایونو انځورونه نندارې ته وړاندې شول.

سیاحتي سیمو د معرفي کولو لپاره هڅې

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس محمدالله ضرار ویلي، د تاریخي او فرهنګي ځایونو ښه معرفي کول د سیاحت له ودې سره مرسته کوي او د بلخ د لرغوني تاریخ او فرهنګي ارزښتونو په پېژندنه کې مهم رول لري.

د هغه په وینا، د تاریخي او سیاحتي سیمو د لا ښه معرفي کولو ترڅنګ، سیلانیانو ته د مناسبو اسانتیاوو د برابرولو لپاره هم هڅې روانې دي.

نوموړي زیاته کړې چې له سیاحتي شرکتونو سره به همکاري پراخه شي، څو بلخ ته د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د ورتګ زمینه نوره هم برابره شي.

بلخ او تاریخي ارزښتونه

د بلخ د سیاحتي شرکتونو د اتحادیې رئیس حامد صمیم، د بلخ پوهنتون استاد وزیر احمد فوشنجي او د سیاحتي شرکتونو یو شمېر مسوولینو د ورته نندارتونونو جوړول د سیاحت لپاره مهم بللي دي.

دوی د تاریخي او طبیعي ځایونو پر پراخې معرفۍ او سیلانیانو ته د غوره اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کړی دی.

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د معلوماتو له مخې، بلخ د څو زره کلن تاریخ ترڅنګ له سلو څخه زیات تاریخي او فرهنګي ابدات او ګڼ طبیعي او سیاحتي ځایونه لري.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button