کورني خبرونه

سیاف، طالبانو ته؛ هم ځانونه او هم مو افغانستان تباهۍ ته روان کړی

مشهوره پخوانۍ جهادي څېره سیاف طالبانو ته په خطاب کې وايي، هم مو ځانونه او هم افغانستان بربادۍ ته بیایی

سیاف هغه دیني عالم دی چې هر وخت یې په دیني مسائلو کې طالبان ننګولي دي او پر دوی سختې نیوکې هم کوي.

د طالبانو خلاف ترکیه کې مېشت یوه پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف، د طالبانو رژیم ته خبرداری ورکړی چې خپلو مخالفو لوریو سره په خبرو افغانستان کې سوله راولي؛ کنه په وینا یې دوی او هېواد دواړو ته به ناوړه پایلې ولري او هر څه به بربادۍ سره مخ کړي.

د طالبانو نه باور

سیاف په خپله فیسبوک پاڼه کې دا خبرداری ورکړی، خو نه یې دي ویلي چې داسې خبرداري په کوم ډاډ طالبانو ته چې پر ټول افغانستان واکمن دي ورکوي.

نور ولولئ: ولسمشر غني د هېواد اوسني وضعیت په اړه د سیاسي او جهادی مشرانو سره ناسته تر سره کړه

نور ولولئ: خلیل حقاني: عبدالله عبدالله راسره همکاري کړې او له سیاف سره یې ۲۰ غونډې کړي

ښاغلي سیاف لیکلي:  ټول په ګډه د اسلامي اصولو او منل شویو انساني ارزښتونو په چوکاټ کې د نظام د ولسي کولو، د هغه د تایید او د ملت د رضایت په لور حرکت وکړئ. د ملت د اندېښنو او کړاوونو لرې کولواو د خلکو دردناک حالت پاى ته رسولو په وړاندې خپل لوی، دیني او ملي مسؤلیت ادا کړئ.

سیاف د شمال ټلوالې ملاتړی

دغه پخوانی جهادي مشر، چې د جمهوري نظام په شل کلنه دوره او ان د ډاکټر نجیب الله د حکومت له سقوط وروسته تر اوسه د شمال ټلوالې له محوري ملاتړو و؛ اوس د دغې ټلوالې د یو زیات شمېر نورو غړو په شان ترکیه کې جلاوطن دی او « د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت د عالي شورا» په اډانه کې په انلاین ډول فعالیت کوي.

یاده شورا د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ په شاوخوا درې کلنه موده کې بیا- بیا له طالبانو غواړي چې دوی سره د سولې خبرې وکړي او په واک کې یې ور ګډ کړي، خو طالبانو یې غوښتنې رد کړي او ویلي چې دا څېرې نورې« سوزیدلې او بدنامې » دي او که دوی یې قدرت کې شامل کړي، د ملت مخالفت سره به مخ شي.

له دې سره، یو شمېر افغان څارونکي پر پخوانیو جنګسالارانو د طالبانو او پر طالبانو د پخوانیو جنګسالارانو ملاحظې دواړه تاییدوي او وایي چې افغانان د دغو دواړو هم شانو لوریو له یرغملتونه خلاصون او د یوه قانونمند، ولسواک او ملي نظام تر چتر لاندې ژوند غواړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button