نړیوال خبرونه

سیګار: د اشرف غني وتلو پر مهال د پیسو لېږد په اړه مو د ځینو پوښتنو ځواب ترلاسه کړ

د افغانستان د بیارغونې په اړه د امریکا د څارنې اداره

د افغانستان پر بیارغونه د امریکا د څار اداره سیګار وايي د تېرکال اګسټ کې د پخواني ولسمشر غني له وتلو سره پر هغه د پیسو د لېږدو اړونده تورونو ځينې پوښتنې ورته ځواب شوي.

د ملیونونو ډالرو لیږد ناممکن و

سیګار په خپل تازه رپوټ کې ویلي ولسمشر غني ورسره مخامخ له خبرو ډډه کړې خو مدافع وکیلې یې ورته له ورلېږل شویو ۵۶ پوښتنو یوازې شپږ هغه ځواب کړي. رپوټ په ټوله کې پر دې پام کړی چې ګواکې د میلیونونو ډالرو لېږد په بېړني حالت کې ناشونې کار و او ښايي لسګونه زره ډالر وړل شوي وي

نور یی ولوله | د سولګرو په اړه د امیرالمومنین تازه فرمان

نور یی ولوله | د پوهنې وزیر: ځینو سیمو د نجونو ښوونځي د کلتوري محدودیتونو له امله تړلي دي

د یادونې ده چې ‘سیګار’ ‌پخوا هم ویلي و، چې مخکېني افغان ولسمشر محمد اشرف غني له افغانستانه د وتو پرمهال ښايي له یو میلیون لږ ډالر وړي وي. دې امریکایۍ ادارې هغه مهال زیاته کړې وه چې مخکیني ولسمشر اشرف غني ته یې په دې تړاو ځینې پوښتنې استولې دي.

د افغانستان بیارغاونې د څار ادارې خپل دغه نوي رپوټ کې ویلي په بېړني ډول چورلکو کې له افغان ولسمشرۍ ماڼۍ وتلو سره د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني کسانو دا هڅه کړې چې له ځانه سره میلیونونه ډالر ولېږدوي خو نه دي توانیدلي.

رپوټ کې راغلي هغو څلورو چورلکو کې چې اشرف غني او ملګري یې پکې له افغانستانه ووتل، تر یو میلیون ډالرو لږې پیسې وړل شوي، څه چې د ولسمشر او ملګرو د سفر خرڅ بلل شوی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button