نړیوال خبرونه

سیګار: له افغانستان سره د امریکا پراختیايي مرستې په بشپړه توګه ودرول شوې

سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ځانګړې ادارې راپور ورکړی چې له افغانستان سره د امریکا پراختیايي مرستې د جمهوري ریاست له ړنګېدو راهیسې په بشپړه توګه بندې شوي، خو دا هېواد د ۱۰۰ بهرنیو ادارو له لارې له افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکړی دی.

د سیګر د راپور له مخې، ۱۰۰ بنسټونو له افغانستان سره د څه باندې ۶۷۰ میلیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې او له افغانستان سره یې د ۴۷۰ میلیون ډالرو په ارزښت خوراکي او روغتیايي مرستې کړې دي. له بلې خوا یو شمېر اقتصاد پوهان په دې باور دي چې د امریکا د پراختیايي مرستو له بندېدو سره په هېواد کې د فقر او بېکارۍ کچه لوړه شوې ده.

د اقتصادي چارو کارپوه شکیب میر وايي:«که سوداګریز توکي له بهر څخه را وارد او توزیع شي، د هېواد اقتصاد ته زیان رسوي. د اقتصادي چارو کارپوه عبدالناصر رشتیا وايي:«دغه مرستې به په لنډ مهال کې هېواد ته ګټه ورسوي، خو په اوږد مهال کې به هېواد ته ګټه ونه رسوي.

نور یی ولوله | اسلامي امارت په افغانستان کې د سترې سرمشریزې د جوړولو اعلان وکړ

سیګر زیاته کړه: “د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د دفاع وزارت په ګډون له شپږو ادارو څخه، څلور یې د ۲۰۲۱ کال د اکټوبر تر لومړۍ نیټې پورې په افغانستان کې فعالیت درلود، کله چې د جمهوریت له سقوط سره له کابل سره د واشنګټن پراختیايي مرستې په بشپړه توګه ودرول شوې وې.” په همدې حال کې د مالي او بانکي چارو یو کارپوه وايي، د هېوادونو بشري مرستې د هېواد د اقتصاد د ودې لپاره ګټورې نه دي.

د مالیې او بانکدارۍ کارپوه، سیر قریشي وویل، «مرستې په دې نه دي توانیدلي چې د بې وزلۍ په کمولو کې بدلون راولي او نه د کار زمینه برابره کړي، بلکې برعکس، فقر او بېکاري زیاته شوې ده.» که څه هم له افغانستان سره د امریکا مستقیمې مرستې وځنډول شوې، خو د امریکا ځانګړي مفتش ویلي، چې واشنګټن ښايي له افغانستان سره خپلې مرستې بیا پیل کړي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button