نړیوال خبرونه

طالبانو موبایل پلورونکو ته امر کړی چې له دې وروسته د پیرودونکو مشخصات ثبت کړي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت په هیواد کې ټولو موبایل تلیفون پلورونکو ته امر کړی چې له دې وروسته دې د  پیردونکو ټول مشخصات ثبت او راجستر کړي

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې د موبایل پلورونکو اتحادیې ته هم سپارښتنه کړې چې د موبایلIME)) نمبر هم د مشخص اخیستونکي په نوم ځانګړې فورمه کې ثبت کړي تر چې پدې برخه کې د بې مسئولیتۍ مخه ونیول شي.

د دغه وزارت په بیان کې ویل شوي: “د کورنیو چارو وزارت د انتک ریاست مسؤلینو د لاښه نظم د تامین او د جرایمو د مخنیوي لپاره د موبایل پلورونکو له اتحادیې سره په ناسته کې د موبایل هر ډول پیر او پلور د اصولو تابع وګرځاوه.”

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې چې د ټلیفونونو پلرونکي او اخیستونکي د دغه ځانګړي فورمې په ثبت او راجستر باندې مکلف دي او په وینا یې له دې امر څخه له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.

په ډیری جنایي پیښو کې له موبایلونو څخه کار اخیستل کیږي چې که راجستر نه وی د تورنو کسانو پيدا کول ګران وي

طالب چارواکي پر داسې مهال یاده پرېکړه کوي چې تر دې مخکې د افغانستان په بازارونو کې موبایلونه اکثره له ثبت او راجستر پرته پلورل کېدل.

ویل کیږي چې د موبایل ټلیفون له لارې زیاتې جنايي پيښې رامنځته کیږي چې د کورنیو د ازار او اذیت سبب ګرځي.

په افغانستان کې له خلکو څخه د ټلیفونونو غلا کول هم یوه جدي ستونزه ده چې اکثره وخت قیمتي غلا شوي تلیفونونه په تور بازار کې په ارزانه بیه پلورل کیږي.

د دې ترڅنګ په دغه هیواد کې د غیر راجستر سیم کارتونو پیر او پلور هم یوه جدي ستونزه ده چې له امله یې خلکو په وار وار شکایتونه کړي دي. د دوی په وینا یو شمېر کسان د غیر راجستر سیمکارتونو څخه خلکو ته د ګواښونو او باج اخیستلو لپاره استفاده کوي.

نور ولولئ: د طالبانو دفاع وزارت وايي له ۱۰۰ تر ۱۵۰ زره مجهز پوځي ځواکونه لرو

همدارنګه د انټرنېټ نرخونو لوړوالی هم هغه ستونزه ياديږي چې خلکو په وار- وار ترې خپله نارضايتي څرګنده کړې او د کيفيت او سرعت له ټيټوالي هم ګيله من وي.

افغانستان له هغو ګوتو په شمار هيوادونو څخه دی چې لا هم په ځينو ساحو کې د عادي تماس نيونې لپاره لازم سهولتونه نشته.

د راپورنو له مخې په افغانستان کې په میلیونونو کسان موبایل تلیفونونه کاروي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button