Uncategorized

سیګار وايي، طالبان د موسساتو‌ ادارو په چارو کې مداخله کوي

سیګار په تازه رپوټ کې وايي چې طالبان د موسساتو په ادارو کې خپل سري مداخله کوي

د افغانستان بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړي څارونکي ادارې په خپل تازه رپوټ کې ویلي، د نادولتي ادارو په چارو کې د طالبانو لاسوهنې د بشري مرستو بهیر ټکنی کړی دی.

سیګار همدا راز د امریکا کانګرس ته په خپل رپوټ کې ویلي، د امریکا لخوا یوې تمویل شوې ارزونې موندلې چې د افغانستان مرکزي بانک د طالبانو له حکومته خپلواک نه دی او په وینا یې د ناقانونه پیسو د لېږد او د ترهګرۍ د مالي ملاتړ مخنیوي لپاره اړینې لارې چارې نه لري.‌

دې ادارې په خپل رپوټ کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږیو ادارې له قوله ويلي، په داسې حال کې چې افغانستان د بشري مرستو په برخه کې تر ټولو لوی ناورین سره مخامخ دی، په دغه هېواد کې د روان میلادي کال په لومړیو درې میاشتو کې د هغو کسانو شمېر ته نیم میلیون لا نور خلک ورزیات شوي چې ژوند ژغورونکو مرستو ته اړتیا لري.

د بشري مرستو بهیر له ننګونو سره مخامخ دی

د دوی په وینا د طالبانو د حکومت تګلارو د بشري مرستو بهیر تر هر بل وخت له ډېرو ننګونو سره مخامخ کړی دی.

خو د طالبانو حکومت بشري مرستو کې لاسوهنه په کلکه رد کړې ده.

د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، “د اسلامي امارت (د طالبانو حکومت) لخوا د اینجوګانو او موسساتو په کارونو کې هېڅ ډول مداخله نه کېږي.”

د بې وزلۍ په جال کې د افغانستان راګیر کېدل

سیګار وايي، که طالبان خپلې تګلارې بدلې او دوامداره ودې ته لومړیتوب ورنه کړي، په افغانستان کې د نفوس له ډېرېدو سره به دغه هېواد په نږدې راتلونکې کې د بې‌وزلۍ په جال کې راګیر شي.

دې ادارې ویلي په داسې حال کې چې د افغانستان اقتصادي وضعیت نازک دی، خو طالبان د نادولتي مؤسسو په فعالیتونو کې لاسوهنې زیاتې کړې او د دوی د چارو پر وړاندې خنډونه جوړوي.

نور ولولئ: سیګار وايي، طالبان د بشري مرستو رسونې ادارو کې مداخله کوي

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد “موږ دا ادعا په کلکه ردوو. د اسلامي امارت (د طالبانو حکومت) لخوا د اینجوګانو او موسساتو په کارونو کې هېڅ ډول مداخله نه کېږي. خصوصا د هغوی په مالي برخو کې، هغوی د دوی په خپل واک کې دي او له خپل پروسیجر سره سم یې لګوي.”

د سیګار په وینا د روان کال په لومړۍ ربعه کې د طالبانو لاسوهنې د بشري مرستو بهیر په ثابت ډول پڅ کړی چې ورسره د ۲۰۲۳ کال لومړیو پنځو میاشتو کې بشري مرستو ته د لاسرسي د محدودېدو پېښو کې د تېر کال د همدومره مودې پرتله ۳۲ سلنه لوړوالی راغلی دی.

د سیګار د رپوټ په حواله د بشري مرستو پر وړاندې خنډونه د دې لامل شوي چې ملګري ملتونه د ۲۰۲۳ کال لپاره په افغانستان کې خپله د بشري مرستو بودیجه ۳۰ سلنه کمه کړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button