سیمه

شانګهای سازمان طالبانو ته؛ افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړ کړئ

د شانګهای سازمان رئیس له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې عاجل ټولګډونه حکومت جوړ کړي

د شانګهای سازمان داسې مهال د طالبانو له رژیم دغه غوښتنه کوي چې دغه ډلې په افغانستان کې ټول واک یوازې د مدرسو فارغانو ته ورکړی او نور اړخونه ددوی په حکومت کې ګډون نه لري.

پر طالبانو نیوکه همدا ده چې هم یې د افغانستان ټول ثروت او شتمنۍ منحصرې کړي او هم یې ټول مسلکي بستونو هغو ملایانو ته ورکړي چې له مدرسو فارغ او بې سواده بلل کېږي.

افغانستان کې له طالبانو د ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه

تازه د شانګهای همکارۍ سازمان مشر له طالبانو نه په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت او کابینېد جوړولو غوښتنه کړې ده. د یاد سازمان مشر ژانګ مینګ وايي، دوی له افغانستان [طالبانو] نه هیله لري چې د ټولو افغان قومي، مذهبي او سیاسي ډلو د استازو په ګډون کابینه جوړه کړي.

ژانګ مینګ د روسیې ایزوستیا ورځپاڼې ته په مرکه کې ویلي، چې « د افغانستان مساله، په ځانګړې توګه په سیمه کې د سولې، ټیکاو او امنیت له اړخه ډېره مهمه ده».

نور ولولئ: افغانستان به د شنګهای غونډې د بحث سرټکی وي

نور ولولئ: له چین د مولوي کبیر غوښتنه: د شنګهای راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه راکړئ

دغه خبر د شانګهای همکارۍ سازمان پر رسمي پاڼه تر دې سرلیک لاندې چې « د شانګهای سازمان سرمنشي ژانګ مینګ د افغانستان په اړه د دغه سازمان دریځ روښانه کړ»، خپور شوی.

afghan 2024 10 28t170129.115

له ترهګرو او نشه یي توکو ویره

ژانګ مینګ هیله ښودلې چې افغانستان د ترهګرۍ، جګړې او نشه يي توکو مرکز ونه اوسي.

د شانګهای همکارۍ سازمان مشر وايي، « هیله من یو چې په راتلونکي کې افغانستان کې د ټولو سیاسي ، قومي او مذهبي ډلو د استازو په ګډون دولت رامنځته شي».

ژانګ مینګ یو ټول شموله دولت د افغانستان په ګټه بللی او زیاته کړې یې ده، چې دا ډول دولت به هم د شانګهای همکارۍ سازمان او هم د ټولې نړیوالې ټولنې په ګټه وي.

افغانستان له۲۰۱۲ کال راهیسې د شانګهای سازمان څارونکی غړی دی، خو دمګړۍ یې رول یوازې په رسمي ډول د اعتبار وړ دی، ځکه د طالبانو ګڼ مشران چې ددې ډلې د حکومت پر لوړو څوکیو کار کوي، د ترهګریزو فعالیتونو له امله د یاد سازمان تر بندیزونو لاندې دي.

پر دې سربېره، د نړۍ نورو هېوادونو هم له طالبانو په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې، خو طالبان د نړیوالو سازمانونو او هېوادونو دغه غوښتنې ته د ځواب ویلو لپاره حاضر نه دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button