نړیوال خبرونه

شاهین:د غني د استعفاء نه پرته سوله نشي راتلی

شاهین:د غني د استعفاء نه پرته سوله نشي راتلی.طالبان وايي، په افغانستان کې د واک نه غواړي، خو باور لري چې که د اوسني حکومت پر ځای د مذاکراتو له لارې نوی حکومت جوړ نه شي، نو په افغانستان کې به سوله ناشوني شي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» له اسوشيټيډ پریس خبري اژانس سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې که ټولو افغان جهتونو ته د منلو وړ نوی حکومت رامنځته شي، نو طالبان به وسلې پر ځمکه کښېږدي.دده په وینا طالبان د واک انحصار نه غواړي، ځکه په تېرو وختونو کې په افغانستان کې هر حکومت چې د واک د انحصار هڅه کړې، بریالی شوی نه دی؛ نو موږ نه غواړو تېرې تجربې تکرار کړو.»

د سهیل شاهین په خبره د نوي حکومت په اړه تر توافق او له واک څخه د غني تر لیري کېدو وړاندې د اوربند غوښتنه د طالبانو د تسلیمۍ په معنا ده او اوربند تر  هغه ممکن نه دی چې د نوي حکومت په اړه هوکړه نه وي شوې.هغه یو ځل بیا د ښځو حقونو ته د طالبانو د ژمنتیا یادونه کړې او په خبره یې، طالبان ښځو ته اجازه ورکوي، چې کار وکړي،

img 20210724 105652

او همداراز ښوونځیو ته ولاړې  شي او په سیاسي  چارو  کې برخه واخلي؛ البته د اسلامي حجاب اغوستل ورته اړین دي.طالبان داسې وخت د نوي حکومت په جوړېدو ټینګار لري چې له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او طالبان د افغانستان تر نیمایي په زیاته خاوره واکمن دي.

په دې وروستیو کې د افغانستان د څلور سوه او شل ولسوالیو له ډلې تر دوه سوه ډیرې ولسوالۍ د طالبانو تر ولکې لاندې دي.ښاغلی شاهین وایي، دغه ولسوالۍ یې د خلکو په منځګړیتوب د خبرو له لارې نیولي دي او تر ډېره حده جګړه نه ده ورباندې شوې.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button