هنر او ادب

شاه رخ خان به په ‘جوان’ فلم کې اتل وي، که خطرناک بدماش؟

شاه رخ خان به په جوان فلم کې لوبېږي، خو معلومه نه ده چې ددې فلم اتل به وي او که بدماش

“زه څوک یم؟ څوک نه یم؟ پته نشته. زه ښه یم که بد؟ اولاد که پلار؟ دا پوښتنه له ځانه وکړئ، ځکه زه ته یم!

کله چې زه د فلم بدماش شم، هېڅ اتل زما مخې ته نه شي درېدلی!”

شاه رخ خان د خپل راتلونکي فلم “جوان” په تړاو دا کرښې بیانوي، دا ستونزمنه ده چې پوه شئ شاه رخ خان پکې اتل دی که خطرناک بدماش.

نور ولولئ: د پټان فلم له ګټې یوازې شاه رخ خان ته دوه میلیارده روپۍ ورکړل شوي

تر “پټان” فلم وروسته چې په هند او نړۍ کې د خبرونو سرټکی شو، دا به د شاه رخ خان لومړنی فلم وي چې مینه وال یې ورته په تمه دي.

د جوان فلم کیسه به څه وي؟

په ټولنیزو رسنیو کې اوس پر دې خبرې روانې دي چې د “جوان” کیسه څه ده او ولې شاه رخ په داسې بېل رول کې را څرګندېږي.

په یوټیوب کې د جوان لنډ اعلانونه په لومړیو ۱۲ ساعتونو کې له دېرش میلیونو ډېرو کسانو لیدلي او د ټوېټر په ګډون په بېلابېلو ټولنیزو رسنیو کې خپرېږي.

نور ولولئ: د شاه رخ خان او دپیکا نوې سندرې کمال وکړ

د دې اکشن فلم لارښود اتلیکمار دی، چې د سوېلي هند فلمي صنعت کې ستر نوم لري.

دا فلم د شاه رخ مېرمن ګوري خان لخوا جوړېږي او ګورو ورما یې شریک پروډیوسر دی. جوان به د سپتمبر په ۷ مه په هندي، تامیل او تیلګو ژبو کې خپور شي.

ټاکل شوې وه، دا فلم د جون په دویمه نېټه نندارې ته وړاندې شي، خو د ځینو تیاریو له امله یې د خپرېدو نېټه وځنډول شوه.

په جوان فلم کې لوبېدلي اداکاران

په دې فلم کې د شاه رخ تر څنګ ډیپیکا پاډوکون، سانیا ملهوترا، پریماني، ګورجیا اوک، سنجیتا بهاتیاچاریا، لهار خان، عالیه قریشي، ریدي ډوګرا، سنیل گروور او مکېش چابرا هم شامل دي.

د هندي سینما شنونکي ترن ادهرش په یوه ټویټ کې لیکلي “د انتظار شیبې پای ته رسېدلي.” هغه د جوان فلم لومړنۍ صحنې ستایلې دي.

شاه رخ په تېر کې د “ډان” او “ډر” په څېر فلمونو کې منفي رول لوبولی چې خورا مشهور شوي وو.

یو شمېر مینه والو یې له دې وړاندې د خپلو سرونو ګنجي کولو عکسونو شریکول پیل کړي، خو اوس به معلومه شي چې شاه رخ په جوان فلم کې ګنجی اتل دی، که بدماش.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button