لوبې

شعیب ملک: سوریا کمار د توپ اچونکو له ذهن سره لوبېږي

شعیب ملک د هندي توپ وهونکي سوریا کمار یادو ستاینه وکړه

پاکستاني الراونډر شعیب ملک د هندي توپ وهونکي سوریا کمار یادو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې نوموړی د توپ اچونکو له ذهن سره لوبېږي.

شعیب ملک په دې وروستیو کې د هندي توپ وهونکي سوریا کمار یادو د کارکردګۍ په اړه تبصرې کړې او د هغه د زړه پورې توپ وهنې په اړه وایي، سوریا کمار په اصل کې د توپ اچونکي له ذهن سره لوبېږي. هغه زیاته کړه، د میډل ارډر توپ وهونکي لپاره دا ډېره اړینه وي، چې د توپ اچونکي له ذهن سره لوبې وکړي، لکه څنګه چې یو توپ اچونکی د توپ اچونې پر مهال په ډګر ساتنه کې بدلون راولي، همدغسې د میډل اډر توپ وهونکی هم باید د بالر له ذهن سره ولوبېږي

  نور یی ولوله | د راشد خان ستر ارمان څه دی؟

  نور یی ولوله | وواټساپ د ټولو غوره اپلیکیشن دی

سوریاکومار یادو به له ستونزو سره مخ شي

شعیب ملک په دې اند دی چې سوریاکومار یادو به په پرت کې له ستونزو سره مخ شي، خو دغه هندي توپ وهونکي وړمه د سویلي افریقا پر وړاندې په ۴۰ توپونو ۶۸ منډې جوړې کړې او ښه وځلېده.د یادولو ده چې سوریا کمار په هر لوبه ښه لوبه ترسره کوي. .

په پرونۍ لوبه کې هند سویلي افریقې ته د ۱۳۴ منډو هدف ټاکلی و، چې هغوي د هند لخوا ټاکل شوی هدف د ایډین مارکرم او ډیویډ میلر د غوره نیمه سلیزو په مرسته پوره کړ.هند اوسمهال په ورلډ کپ کې ډېر ښه روان دي او ښايي تر سیمي فاینله ورسیږي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button