سیمه ییز خبرونه

شمالي وزیرستان کې له پاکستاني پوځ سره په جګړه کې یو افغان وسله وال وژل شوی

اړوند خبرونه: 

پاکستان کې ناامني؛ ډیره اسماعیل خان کې چاودنې ۲۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوړلې

خیبر پښتونخوا: پر پاکستاني پوځ ځانمرګي برید ۹ پوځیان وژلي دي

پاکستان کې ناامني؛ ذبیح الله مجاهد وايي، د چترال برید افغانستان کې و پلان شوی

د پاکستان پوځ وايي چې شمالي وزیرستان کې له دوی سره جګړې کې یو «افغان وسله وال» وژل شوی دی.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د پنجشنبه په ورځ د سلواغې ۱۸مه د شمالی وزیرستان په دته‌خيلو سیمه کې د پاکستان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې یو «افغان وسله وال» چې په دغه هېواد کې په «ترهګرۍ» کې ښکیل و، وژل شوی.

د پاکستان پوځ د دغه وژل شوي کس په نوم د افغانستان دوه ټوکه تذکرو انځورونه هم خپاره کړي چې یوه یې بریښنايي تذکره ده او بله هغه پخوانۍ کاغذي ده.

پوځ وايي، له څېړنو وروسته، څرګنده شوه چې د وژل شوي کس اصلي نوم لقمان خان او مستعار نوم یې نصرت دی، د کمال خان زوی او د افغانستان د خوست ولایت د سپیرې ولسوالۍ اوسېدونکی و.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې له طالبانو سره یې اړیکه کړې، ترڅو د دغه وسله وال مړی ور وسپاري.

تر اوسه پورې لا څرګنده نه ده، چې دغه کس ریښتیا هم وسله وال و او په ریښتیا هم د طالبانو د ډلې رسمي غړی و، خو څو ورځې وړاندې د پاکستان حکومت ویلي و، چې د بادغیس لپاره د طالبانو د مرستیال والي زوی (بدرالدین یوسف) هم د پاکستان په ډیره اسماعیل خان کې د تحریک طالبان پاکستان له ځینو غړو سره یو ځای وژل شوی و.

ویل کیږي، دغه ډول پېښې په پاکستان کې په ترهګریزو فعالیتونو کې د طالبانو د غړو د لاس لرلو د شواهدو هڅې دي، چې طالبانو ورنه تل انکار کوي او یا هم پټه خوله پاتې شوي دي.

پاکستاني چارواکو تل په طالبانو غږ کړی چې دوی خپلې ژمنې نه دي عملي کړي او د افغانستان خاوره د پاکستان پر وړاندې د ترهګریزو فعالیتونو د دوام لپاره کارول کېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button