افغانستان

شمالي ولایتونو کې د زلزلې له امله د مرګ ژوبلې شمېره ۸۳۸ ته ورسېده

د طالبانو د حکومت ‏له پېښو سره د مبارزې چمتوالي ملي ادارې ویلي، د هېواد شمال کې د وروستۍ زلزلې له کبله ۲۱تنه مړو ته او ۸۱۷ تنه نور ژوبل شوي دي.

یادې ادارې ویلي، د ژوبلو له ډلې یې ۲۵ژور او ۷۹۲ نور سطحي ژوبل دي.

د دغې ادارې وروستۍ شمېرې ښيي چې د زلزلې له کبله په بلخ او سنمګان ولایتونو کې ۱۷۰ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او ۳۴۲ کورونه کم زیانمن شوي.

د یادونې ده، چې د هېواد شمال کې وړمه شپه د ريښتر په کچه ۶.۳ درجې زلزلې بلخ، سمنګان، کندوز، سرپل او جوزجان ولایتونه ولړزول.

د مالوماتو له مخې لاهم په یادو سیمو کې د ژغورنې عملیات روان دي.

دا زلزله داسې مهال کېږي چې، تر دې وړاندې په ختیځو ولایتونو په ځانګړي ډول کونړ کې زلزلې زرګونه کسان مړه او ژوبل کړل.

په زیات شمېر یې اوس هم د هوا په دې سړو څپو کې سخت ژوند په دې هیله تېروي،چې ګواکې حاکم نظام به ورته ژر کورونه ورغوي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button